شنبه, فبروري 21, 2026
Home+افغان لوبډله او د بورډ پرېکړې!| محمدالله شېرزی

افغان لوبډله او د بورډ پرېکړې!| محمدالله شېرزی

په ۲۰۲۶ نړيوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد، چې لوبې د نړيوالو مبصرانو د اټکل او افغان مینه‌والو د غوښتنو خلاف وې.
په دې جام کې يې د نورو جامونو په څېر فول ممبر لوبډلې ماتې نه کړې او واړه ټيمونه يې ووهل، چې دا معمولي خبره ده.
غواړم څو ټکي د لوبډلې او بورډ په اړه وليکم او دا ليکل به د يوه درد پر اساس وي.
– په جام کې د توپ وهنې برخه د نور وخت په پرتله ښه وه، خو د ګلبدين تل لوبول، د صديق بې زړه لوبه او په لوبډله فشار راوستل، د دروېش پوزيشن قرباني کیدل هغه څه وو، چې د لوړو هدفونو مخه يې ډب کړه.
– په افغان لوبډله کې ورو توپ اچونې د تېزې توپ اچونې مخه ډب کړې، چې دا د لوبډلې دايمي پايښت نه دی. حميدحسن ښه لوبغاړی و، خو ښه روزونکی نه دی، ځکه پدې ونه توانيد، چې په څو کالونو کې دغه برخه پیاوړې او دايمي کړي.
– په لوبډلمشرۍ کې هيڅ زړورې پرېکړې نه تر سترګو کيدې او د لوبډلې یوولس کسیز نوملړ هم پر لوبډله د واکمنې ډلې په خوښه و، چې ښه بېلګه يې د شاهد او اسحاق نه لوبول، سره د دې چې وروستی لوبه کې هیڅ ګټه نه وه پرته، ولې بيا هم ګلبدين، صديق لوبوې او دوی دې اوبو وړلو ته نیولې دي. راشد به ښه لوبغاړی وي، ولې ښه لوبډلمشري يې نه ده کړې او خپل ګروپ پالي.
– د نبي او ګلبدين څخه تمه وه، چې په عزت سره تقاعد واخلي، په روزنه او نړیوالو لوبو کې د تبصرې کولو برخه کې رول ادا کړي، که څوک د دوی فېټنس ښيي، ايا د ډيويليرز، ډوپليسيس، ګپټل ښه فېټنس لري؟ که بديل مسله وي، د شهزاد، اصغر، نوروز او حمزه ځایونه چا ډک کړل؟
– ډګر ساتنه کې کافي خامۍ شته، هيڅ لوبغاړی و نه لیدل شو، چې په بونډرۍ کې په توپ پسې ډای واچوي او يا ناممکن کېچ واخلي، د فاروقي کارنامه خو ټولو ته ياد ده، ځکه د يو يو ټېسټ نه دی معيار.
– د يوولس کسیز نوملړ په ټاکلو کې د اصغر له لوبډلمشرۍ وروسته معمول دی، چې کپټن يې ټاکي او روزونکي تش په نوم ناست وي.
څه کول په کار دي؟
– بورډ بايد د يوه رسنيز کنفرانس له لارې د لوبيز سفر بشپړه ارزونه وکړي.
– پليير پاور بايد ختم کړي، چې غوره لاره يې د هر کال دپاره د اړتیا وړ لوبغاړو د قراردادونو اعلانول دي، چې بورډ دغه کار تر اوسه د زړو مامورينو په څېر دغه برخه محرمه ساتلې، هيله ده، چې دغه جرئت وکړي او په باور سره ویلی شم، چې اويا سلنه ښېګڼه او په لګښتونو کې سپما رامنځته کولی شي او هم به زاړه او بې کار کرده ګۍ لوبغاړي څنګ ته شي.
– بورډ بايد د راشد او حشمت په لوبډلمشريو غور وکړي او داسې څوک را مخې ته کړي، چې د دواړو د ډلو څخه نه وي.
– د ورو توپ اچونې د روزونکي پرځای د تېزې توپ اچونې نړیوال روزونکی وګماري.
– د زړو لوبغاړو څخه په نړیوال سټېج کې د تبصرې محرومې برخې دپاره کسان وروزي او د لوبډلې او هېواد استازولي وکړي.
– په کور د ننه د لوړو مهارتونو مرکز په مسلکي کسانو ډک کړي، نه په ولي امين باندې چې د پلان جوړونې وړتیا هم نه لري، دا مرکز تا ته وړ کادرونه درکوي، چې په الف او ملي ټيم کې يې لوبولی شې.
– داخلي وېشتنځاينه بايد نړيوالو اېونټونو ته په کتو جوړ شي، د ورو او تېزو توپ اچوونکو او منډو جوړولو ټولې برخې پام کې ونېول شي.
– د اسيايي هېوادونو ترڅنګ د سینا هېوادونو سره په یادو هېوادونو کې لوبلړۍ برابرې شي.
– د اې پي ال دپاره مسلکي ډايرکټر تعيين شي، شپږیزه داخلي پانګه والو ته ورکړل شي، ملي جام د لوبو په کتنه په شل اوريز او پنځوس اوریزه بڼه د ټولو ملي او کورنيو غوره لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.
دا هغه ټکي دي، چې عملي کول يې د بریاوو اوسنۍ سلنې څو چنده لوړولی شي، خو يواځې د بورډ قاطع دريځ ته اړتیا لري، که دا نه شي کولی ښه ده، چې په درناوي سره ځای وړ کسانو ته پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....