شنبه, فبروري 21, 2026
Homeخبرونهیونان: له اروپايي هېوادونو سره د کډوالو د «بېرته ستنولو د مرکزونو»...

یونان: له اروپايي هېوادونو سره د کډوالو د «بېرته ستنولو د مرکزونو» په جوړولو کې همکاري کوو

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د یونان د کډوالو چارو وزارت ویلي چې دا هېواد له جرمني، هالنډ، اتریش او دنمارک سره د دې لپاره همکاري کوي چې له اتحادیه اروپا څخه بهر د کډوالو لپاره د «بېرته ستنولو مرکزونه» جوړ کړي؛ داسې مرکزونه چې ښايي په افریقا کې رامنځته شي.

د یونان د مهاجرت وزیر، تانوس پلوریس، ویلي چې دا مرکزونه به هغو کسانو ته ځانګړي وي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي او د هغوی اصلي هېوادونه یې بېرته منلو ته چمتو نه وي.

هغه ټینګار وکړ چې یادو پنځو هېوادونو لا له وړاندې په دې اړه لیدنې – کتنې کړې دي او ټاکل شوې ده چې تخنیکي ډلې راتلونکې اوونۍ غونډه وکړي.

پلوریس وویل: «موږ نور یوازې په نظري کچه خبرې نه کوو، بلکې په عملي ډول اقدام ته داخل شوي یوو.»

نوموړي دا روښانه نه کړه چې کوم هېوادونه به د دغو مرکزونو کوربانه وي، خو زیاته یې کړه چې د افریقا ټاکنه «حتمي نه ده» او دا چې لوی اروپايي هېوادونه به په مستقیم ډول له احتمالي کوربه دولتونو سره خبرې وکړي.

د یونان د کډوالو وزیر د دې ډول مرکزونو جوړېدا د هغو کسانو لپاره یو مخنیوونکی اقدام وباله چې د پناه اخیستو لږ چانس لري.

د هغه په وینا، موخه دا ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې طرحې یو لومړنی چوکاټ چمتو شي، خو د دغو مرکزونو د پرانیستې کره نېټه لا تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

یونان چې د اروپا په جنوب ختیځ کې موقعیت لري، له یوې لسیزې څخه زیات وخت کېږي چې له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپايي اتحادیې ته د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...