تاند (شنبه، د کب/ دلوې ۲ مه) د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ، د جمعې په ورځ د کب/ حوت په لومړۍ نېټه وویل چې د ایران د مرغومی/ جدې میاشتې په اعتراضونو کې ۳۲ زره کسان وژل شوي دي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې د ایران وضعیت «غمیز» وباله او ویې ویل: «په ډېر لنډ وخت کې ۳۲ زره کسان ووژل شول.»
ټرمپ زیاته کړه: « د ایران خلکو ته زما ډېره خوا بدیږي. هغوی په دوزخ کې ژوند کړی دی.»
دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر په زغرده د ایران د وروستیو پراخو اعتراضونو د وژل شویو د شمېر یادونه کوي.
د ایران حکومت د وژل شویو شمېر ۳ زره او ۱۱۷ تنه اعلان کړی، خو د بشري حقونو بنسټونه وايي چې د قربانیانو شمېر تر دې ډېر لوړ دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ «هرانا» چې په واشنګټن کې مېشت دی، یوه اوونۍ مخکې په خپل وروستي راپور کې وویل چې د هغو وژل شویو، چې هویت یې تثبت شوی، شمېر له ۷ زرو اوښتی دی. دې بنسټ زیاته کړه چې د ۱۱ زره او ۷۳۰ نورو کسانو د مرګ قضیې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
د امریکا ولسمشر یو وار بیا وویل چې د ایران حکومت غوښتل د اعتراضونو په تړاو «۸۳۷ کسان» اعدام کړي، خو د هغه له خبرداري وروسته یې له دې اقدامه شاتګ کړی دی.
ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پرېکړه کوي.
ټرمپ د «غزې د سولې پلاوي» په لومړنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید دې هوکړې ته ورسېږي، که نه نو «بدې پېښې به رامنځته شي».
هغه خبرداری ورکړ چې که هوکړه و نه شي، واشنګټن «ښايي اړ شي یو ګام نور هم مخکې ولاړ شي» او زیاته یې کړه چې ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې پایله روښانه شي.