دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeخبرونهخیبر پښتونخوا کې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۷مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ مېرین پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې دوه کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې؛ چاودنه د دوشنبې په سهار (د سلواغې ۲۷مه) د پولیسو یاد مرکز ته نېږدې شوې ده، خو د مړو او ټپیانو هویت نه دی څرګند شوی چې، څوک دي.

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو.

تر اوسه رسمي سرچینو د یادې پېښې په اړه څه نه‌ دي ویلي.

دغه راز کومې مخالفې وسله والې ډلې همد دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه نه دی منلی.

پاکستان څخه د نا امنۍ دا راپور نه لومړنۍ او نه هم وروستی دی، بلکې هره ورځ ترې د نا امنیو راپورونه خپرېږي چې، تر ډېره په کې د پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو ډله یا ټي ټي پي په غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...