Homeخبرونهبلخ کې د مالګې د تولید نوې فابریکه، هره ورځ ۲۴۰ ټنه...

بلخ کې د مالګې د تولید نوې فابریکه، هره ورځ ۲۴۰ ټنه مالګه تولیدوي

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۷مه) په بلخ ولایت کې د شاوخوا ۸ میلیون ډالرو په پانګونې د مالګې د تولید او پروسس نوې فابریکه پرانیستل شوه.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ مسوولان وایي چې، دغه کارخونه به هره ورځ ۲۴۰ ټنه مالګه تولیدوي، او د هېواد د مالګې اړتیاوو پوره کولو کې به اغېزناک رول ولري.

په ورته مهال ځایي اوسېدونکي هم د دې کارخونې جوړېدو ته خوښ او په یاد ولایت کې د ورته نورو پانګونو غوښتنه کوي.

بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې له تېرو کلونو راهیسې پکې له پراختیایي او پرمختیایي اړخه پرمختګونه تر سترګو کېږي.

کارپوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه افغانستان له اقتصادي بحران ژغوري او اقتصادي حالت ورسره ښه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...