تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه) افغان لوبډلمشر راشدخان په شل اوریزکرکټ کې د ۷۰۰ ویکټو تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
هغه په دې سره د نړۍ په کچه لومړی بالر شو چې، دې شمېرې ته رسېږي.
راشدخان دغه ریکارډ د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د نن ورځې د لوبې پرمهال د محمد عرفان پر ویکټې پوره کړ.
راشد له وړاندې هم په وېکټ اخیستو کې له خپلو سیالانو ډېر مخکې و.
تر ده وروسته متقاعد ویسټ انډیزي لوبغاړی براوو بیا د ۶۳۱ ویکټو په اخیستو سره په دوهم ځای کې دی. سنیل نارین بیا د ۶۱۳ ویکټو سره د براوو تر شا او تر راشدخان وروسته درېیم مقام لري.
دا تاریخي پړاو له نړیوال جام مخکې او حتی وروسته هم هغه موضوع وه چې هر ځل د رسنیو په مخ کې له راشد څخه پوښتل کېده.
راشد، چې د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو ښه ثابت شوی بالر بلل کېږي، د ۲۰۲۳ کال د ملا تر جراحۍ وروسته یو څه زیانمن شو، خو ښکاري چې لا یې هم پر لوبو اثر نه دی کړی او هغه د پخوا په څېر غوره لوبېږي.
راشدخان د نړۍ په کچه په کچه زیات شمېر مینه وال لري چې، د کورنیو او نړیوالیو سیالیو ترڅنګ ېې مینه وال په مشهورو لیګونو کې هم لوبېدو ته په انتظار وي.
هغه د نړۍ په هر لیګ کې خورا ښه ځلېدلی او خپلې لوبډلې یې بریاوو ته رسولي.
راشدخان د ملي لوبډلې ور اخوا په نړیوالو لیګونو کې د لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري هغه چې، ټوله لوبډله پرې باور لري او په هره وخت کې ترې د بریا او ښې لوبې تمه کېدای شي.
راشدخان لا هم خپلو لوبو ته دوام ورکوي او کرکټ پوهان د ده د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ نه ماتېدونکی بولي او په دې باور دي چې، که مات هم شي ښایي لسیزې وخت ونیسي.
هغه اووسمهال په نړیوال شل اوره جام کې د ملي لوبډلې مشري کوي او نن یې لوبه له اماراتو سره ده چې، امارات لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړی دی.