دوشنبه, فبروري 16, 2026
Home+فاتح سلطان رکن الدین بېبرس

فاتح سلطان رکن الدین بېبرس

ليکوال: اسلم راهي
ژباړن: نور ولي سعید شينواری
کله مې چې د نوموړي ژوند مطالعه کړ، نو د یو سف ع سلام واقعه را په یاد شوه؛ کله چې یوسف ع د مصر په بازار کې عرضه شو او بیا د مصر عزيز شو، نو بېبرس هم د دمشق په بازار کې د مریي په توګه عرضه شو چې بیا د مصر تر واکمنۍ ورسيد.
نوموړی په کال ۱۲۲۳ز په منځنۍ آسیا کې زېږدلی وو دی په یو مسلمانه کورنۍ کې را لوی شوی و، مور او پلار یې محمود نوم پرې ايښی و.
پلار یې د خوارزم شاهي امپراتورۍ په وخت کې د ښې څوکۍ خاوند و، خو له بده مرغه چې د وخت پاچا سره یې په یو څه خوا بده شوې وه نو دی یې هم د زندان تورو تمبو ته واچاو‌.
کله چې مغلو په نوموړې امپراتورۍ یرغل وکړ نو له یو سره یې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو سرونه له تنې پرې کول او په هېچا یې رحم نه لاره، او پاتې ځينې به یې د وينځو او غلامانو په توګه نيول او د دمشق په بازارونو کې به پلورل چې یو له هغوی څخه فاتح سلطان رکن الدین و.
مغلو د بېبرس یو سترګه هم لګ څه ژوبله کړې وه، نو د همدې په سبب به چا زړه ورته نه ښه کاوه چې نوموړی د مریي په توګه واخلي بل آخره یو مصري امير علي ابن الورفه واخیست چې هغه د یو بل امير پوروړی و، نو هغه ته یې د پور په بدل کې ورکړل.
نوي بادار یې هغه خپل کور ته بوت او د خپل د یو ماشوم پالنه یې ور په غاړه کړه، له بده مرغه له بېبرس څخه خپل دنده کې یو څه تېروتنه وشوه چې د هغې له امله د بادار ښځې ډېر ورټه او لت کوب یې کړ، د محمود د بادار یو خور هلته وه چې فاطمه نوميده د بېبرس په دې حال یې زړه وسوزيده، او خپل وراندار ورټله چې بس ده هغه هم انسان ده، که یې نه شې زغملی نو ماته یې راکړه هغې هم ورسره ومنله او بېبرس یې فاطمې ته وسپاره.
فاطمې یو زوی و چې بېبرس نوميده خو هغه اوس مړ شوی و، د هغې زوی محمود (مریي) ته ډېر ورته و، نو ځکه خو نوې بادارې یې په هغه د بېبرس نوم کښېښود او د خپل زوی په څېر مينه یې ورسره کوله.
دا چې نوموړي په ډېرو کورونوکې ژوند کړی و، او ډېر باداران د غلامۍ په ژوند کې لرل نو ډېری ژبې یې هم یاد کړې وې په داسې شکل لکه دخپل مورنۍ ژبه چې وي د هغوی له جملې: عربي، ثریاني، فرانسوي… وې چې د ژبو تر څنگ یې یو غوره شخصیت هم درلود.
د فاطمې یو ورور و چې په مصر کې د سلطان الملک اصالح نجم الدین ایوبي په دربار کې د لوی مقام څښتن و، کله چې نوموړی د خور پوښتنه یې راغی نو بېبرس اخلاق او شخصیت یې ډېر خوښ شو، له خور یې وغوښتل چې بېبرس دی له ځانه سره مصر ته بیايي هغې هم ورسره ومنله.
کله چې مصر ته ورسيدل بادار یې بېبرس خپل سلطان ته ډالۍ کړ، سلطان هم شفقت پرې وکړ په دربار کې یې علوم فنون په لوړه سویې وریاد کړل او له دود سره سم یې په پوځي ليکه کې شامل کړ‌.
په دې وخت کې د صلیبیانو اوومه جګړه پېښه شوه، چې د جګړې سرلاری د فرانسې پاچا نهم لویي وو. کله چې صليبي جګړه پېښه شوه، دواړه لښکری یو له بل سره سرې شوې نو پوځیانو وليدل چې د دنګې ونې څښتن، یو با جسارته انسان، چې په عربي اس سپور او یو لاس کې توره بل کې نيزه او په داسې ډول د دوښمن په ليکو ور روان دی لکه وږی زمری چې د شاته یې د مړو ډېری پرېښودلې، خلکو چې څنګه ورته پام شو نو ویې پېژانده چې دا هماغه غلام دی(بېبرس) همدا و چې صليبي جګړه مسلمانانو وګټله او تاريخ ته یې خپلې زرينې کرښې پرېښودې.
د دې جګړې پر مهال د مصر سلطان هم مړ شوی و، نو چارې یې د څه وخت لپاره د هغه ښځې مخ ته وړلې. کله چې جنګ پای ته ورسيد نو نوموړی بېبرس هم د قوي طاقت او جسارت له امله چې په جګړه کې به یې د زمري په څېر حمله کوله نو د مصر د ټول پوځ سپه سالار وټاکل شو.
له دې وروسته بله جګړه ونښته چې هغه د مغلو او مصر د مسلمان پوځ تر منځه وشوه. د مغلو لوی او وحشي خاصیته مشر هلاکو خان و، چې نه یې رحم زده و، نه زړه سوی بلکې کومه سيمه چې به یې تر پښو لاندې کړه د یو وږي ځناور په څېر به یې ټول له تېغه څخه تېر کړل. هلاکو خان د مسلمانانو ډېری ځمکې ونيولې لکه: شام، فلسطين، تاشکند، ځينې افريقايي ممالکو… چې په دې ځایونو کې به یې د مسلمانانو وينې تویولې، کله چې پرېکړه وکړه چې په مصر حمله کوي نو اول یې خپل یو استازی مصر ته ولېږه، کله چې استازی مصر ته ولاړ نو هلته یې په ډېر غرور د هلاکو ليک د مصر سلطان ته پر ځمکه وويشت کله چې ليک سلطان ولوست نو د هغوی غوښتنه دا وه چې پرته له جګړې باید مصر تسليم شي نو په دې وخت کې بېبرس امر وکړ او د ټولو استازو سرونه یې پرې کړ او همدا جواب یې هلاکو ته بس و د جنګ په معنا.
کله چې جنګ کيدونکی و نو د مصر سلطان بېبرس ته ژمنه ورکړه که چېرته دې د مغلو پوځ مات کړ نو د سلطنت تاج به ستا پر سر کښېږدي. همداسې وشول، هلاکو د یو مهم کار لپاره خپل پلرني ځاي ته ولاړ او د جنګ چارې یې خپل یو سپه سالار ته وسپارلې، کله چې جګړه پېښه شوه نو د مصر مسلمان پوځ د هلاکو پوځ (مغلو) ته شرموونکی ماتې ورکړه او ملا یې ور ماته کړه.
له دې وروسته بېبرس د مصر سلطان شو او په بار بار یې مغلو ته ماتې ورکړې فلسطين، شام… ممالک یې بېرته ترې ونيول. د یادونې وړ ده چې په یاده جګړه کې صلیبیانو هم شامل او د مغلو ملګري و.
سلطان بېبرس یو داسې شخصيت و، چې ډېری وختونه به دښمن ځمکو ته د شاه، بوډا او ګدا په جامه کې به تلو او د ځان لپاره به یې جاسوسي کوله، له دې جګړو وروسته یې مغلو او صلیبیانو ته بیا هم بار بار شرموونکې ماتې ورکړې چې بل آخره هلاکو خان او ښځې یې په مرموز ډول ځان وژنه او یا هم سکته وکړه.
د مسلمانانو نازولی او زړور بچی سلطان رکن الدین بېبرس په کال ۱۲۷۷ز د ۵۸ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
له وفات کيدو وروسته د ده روحیه تر ډېره د ده په پوځ کې ځای موندلی و، او پوځ یې وکولی شول چې تر ډېره دښمن مقابله وکړي او د ورپاتې قلمرو څخه یې ساتنه وکړي.
✍🏻جویا
#ماخذ یوویشتمه کلا
د سلطان رکن الدین بېبرس په اړه د لا زیاتو معلوماتو په اړه (يوويشتمې کلا) کتاب ته مراجعه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...