تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه) د کرکټ په نړیوال شل اوریزجام سیالیو کې افغانستان د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره لومړنی بری په خپل نوم کړ.
افغانستان په ۵ وېکټو دغه لوبه وګټله.
د دې لوبه پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. اماراتو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۶۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بیا عظمت الله عمرزي ۴ لوبغاړي اوټ کړل.
کرکټ: افغانستان د غوراوي پړاو حساس پړاو کې د مهمې لاسته راوړنې هڅه کوي
افغان لوبډلې یاد هدف په شلم اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدران نیمه سلیزه او تر هغه وروسته بیا درویش رسولي اوعظمت الله عمرزي ښه لوبه وکړه.
افغانستان تر دوو پرلپسې ماتو وروسته په نړیوال جام کې دا لومړنی بری وو چې خپل کړ.بله لوبه یې له کاناډا سره ده.
راشد خان په ۲۰ اووره کرکټ کې د ۷۰۰ ویکټو تاریخي ریکارډ خپل کړ