انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
په نړۍ کې هیڅ نظام دایمي نه دی. تاریخ شاهد دی چې شاهان، امیران، جمهور رئیسان او حکومتونه راځي او ځي؛ واک انتقالېږي، سیاسي جوړښتونه بدلېږي او نوې څېرې را څرگندیږي.
خو هغه څه چې د ټولنې ژور بنسټونه جوړوي سنت، شریعت، ملي هویت او فرهنگي ارزښتونه تر ډېره ثابت او پایدار پاتې کېږي.
هر هېواد خپلې ملي او دایمي گټي لري. ایدیالوژي، دین او مذهب، علمي او فني مهارتونه، فرهنگي شتمني او فکري پانگه د همدې لپاره کارول کېږي چې هېواد پرمختگ وکړي، رفاه تأمین شي او ملي گټې خوندي پاتې شي. سیاست او پالیسي باید د همدې اصولو پر بنیاد تنظیم شي. سیاسي مشران او گوندونه که هر څومره مختلف نظرونه ولري، خو کله چې د خاورې د تمامیت، ملي هویت او د سولې مسئله را منځ ته شي، باید خپلې کوچنۍ او گروپي گټې د ملي او دایمي گټو په چوکاټ کې تنظیم کړي.
په دې وروستیو کې داسې ویل کېږي چې طالبان به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او یا به له واکه وغورځول شي. که خبره یوازې د قدرت وي، نو دا نوې خبره نه ده؛ ځکه واک تل بدلېدونکی دی او هیڅ امیر او نظام دایمالعمره نه پاتې کېږي.
خو دا قضاوت چې طالبان به ډېر ژر ورکېږي، زما په اند له واقعیت او منطقه څخه لرې ښکاري.
له یوې خوا، نړیوال ځواکونه انگلیس، روس، غرب، ایران، ترکیه، هند او چین نور داسې اراده او حوصله نه لري چې افغانستان ته مستقیم پوځي لښکر ولېږي او یا بل گوډاگی واک ته ورسوي.
له بلې خوا، طالبان په هېواد کې پراخ ټولنیز بستر لري.
موږ ټول پوهېږو چې سنت او شریعت، چې د ټولنې روحي جوړښت تشکیلوي، نه ورکېږي او نه یې هم څوک ورکولای شي.
د ناټو شل کلن حضور دا خبره ثابته کړه، چې دا د افغانستان خلک دي، چې د دغو ارزښتونو پیروي کوي، چې نه ورکېږي.
د افغانستان جغرافیه، اقوام او قبایل پر خپل ځای پاتې دي. شریعت، روحانیت، سنت او افغانیت هغه فکتورونه دي چې په افغانستان کې د حکومت کولو، واک ساتلو، د افغانستان د جغرافیې د سلامتیا خوندي کولو، د جنگ او سولې د کنټرول او د یووالي د محور گرځیدو بنسټ جوړوي.
په همدې قمچینه تل د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ دفاع شوې ده او امیرانو او شاهانو ته مشروعیت ورکړ شوی دی.
همدغه ځواک چپیانو، جهادیانو او غربیانو ته هم ماتې ورکړې ده.
د دې فکتورونو په مقابل کې درېدل، د غر سره د ډبرو او ډغرو وهلو معنا لري.
خو د رفاه او پرمختگ لپاره یوازینۍ لاره دا نه ده، چې هر څه بېنیوکۍ ومنل شي.
اصلاح، ریفورم او بدلون ته اړتیا تل شته. دا سخته مبارزه ده، ستونزې لري، خو ضروري ده.
نیوکې اعتراض او فشار باید موجود وي.
دا خبره په دې معنا نه ده چې واکمنان سل په سلو کې برحق دي او هر څه چې کوي سم دي.
خطا، گناه ، جرم او زور زیاتی هر نظام کې ممکن دی، چې باید اصلاح شي.
زما اساسي ټکی دا دی: که هر څوک سل ځله هم واک ته ورسېږي، که ټوله نړۍ یې ملاتړ وکړي، خو که یاد شوي بنسټیز فکتورونه سنت، شریعت، ملي هویت او د ټولنې ارزښتونه په نظر کې و نه نیسي، بیا به هم پرځول کېږي او له صفره به پیل کېږي.
نظامونه بدلېږي، خو هغه ارزښتونه چې د ټولنې هویت جوړوي، پاتې کېږي. څوک چې غواړي په افغانستان کې دوامداره ثبات، مشروعیت او پرمختگ تأمین کړي، لازمه ده چې همدغه حقیقت درک کړي او په نظر کې ونیسي.