تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) له راپورونو سره سم، په بدخشان کې تر یو لک ډېر کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د سرو زرو د کانکېندنې په کارونو بوخت دي.
د طالبانو د کانونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سرو زرو استخراج د بدخشان په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې روان دی.
یاد وزارت زیاتوي چې د ۲۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې پیل شوې دي، چې پکې د سړکونو جوړول، د اوبو شبکې، د زیربناوو پیاوړتیا او د کوکچې سیند پر سر د پنځو سترو پلونو جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د کانونو قانوني استخراج او شفاف مدیریت د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د سیمې د خلکو د ګټې لپاره لومړیتوب لري.
خو اندېښنې شته چې په بدخشان او تخار کې د سرو زرو کانونه چینایي شرکتونو ته سپارل شوي او دا کار د بېساري او بېکنټروله استخراج سبب شوی دی.
راپورونه وايي چې د تخار په چاهآب ولسوالي کې د زیاتې کانکېندنې پر ضد لاریونونه شوي، ځکه خلکو ادعا کړې چې دا کار یې د اوبو سرچینو ته زیان رسولی او د هغوی پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.
سره له دې چې د سرو زرو کانکېندنه اقتصادي ګټې لري، او بالاخره یوه ورځ باید د خلکو د خیر ښېګڼې لپاره وکارول شي، خو چاپېریالي زیانونه او د بهرنیو شرکتونو ونډه هغه اندېښنې دي چې پکار ده ورته پام شوی وي.