تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه) د افغانستان بانک له لوري د اسعارو په خپاره شویو نرخونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات لا ښه شوی او د تېر په پرتله افغانۍ لوړه شوې ده.
د یاد بانک له لوري د نن دوشنبې نرخونه ښيي، چې د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر په شاوخوا ۶۲ افغانیو تبادله کېږي، په داسې حال کې چې اوونۍ وړاندې یو ډالر بیا شاوخوا ۶۵ افغانۍ تبادله کېدلې.
په ورته مهال عام خلک د افغانۍ ثبات ښه کېدو ته په کتو، بازارونو کې د توکو د نرخونو د کنټرول غوښتنه هم کوي.
دوی وایي، د افغانیو ارزښت لوړېږي خو نرخونه لاهم پخپل ځای ولاړ دي او نه را ښکته کېږي.
خلک وایي، د افغانیو د ارزښت لوړېدو سره باید د توکو نرخونه هم را ټیټ شي په ځانګړي ډول د لومړنیو خوراکي توکو.
اقتصادي شنونکي وايي، پر پولي بازارونو باندې د حکومت جدي څار د دې لامل شوی دی، چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شي.
#حریت_راډیو