تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په خپل تازه پیغام کې د افغان ښځو د اقتصادي مبارزې ستاینه کړې ده.
یادې ادارې ویلي چېؤ په ټول هېواد کې ښځې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاري فرصتونه لټوي.
دوی وايي؛ په هرات ولایت کې د “شبیته” په څېر متشبثې ښځې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او د هغوی د همکارانو په ملاتړ، د نویو دندو په رامنځته کولو او د خپلو سوداګریو په پراخولو بوختې دي.
د دوی په وينا؛ دغه ښځې په ځانګړي ډول د کرنې (لکه د زعفرانو پروسس) او لاسي صنایعو په برخو کې فعالیت کوي، چې نه یوازې د هغوی د کورنیو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره ژمنتيا ښيي چې، په سختو شرایطو کې د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی وکولی شي د خپلو سوداګریو له لارې پر ځان بسیا شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي او هغوی په پراخه کچه له کار او زدهکړو څخه محرومې دي.