تاند (دوشنبه، د سلواغې/ږ دلوې ۲۷ مه) د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، نن (د فبرورۍ په ۱۶مه) په پلازمېنه استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو د سیمهییز تماس ګروپ فوقالعاده غونډه جوړه شوه.
د قزاقستان د نړیوال خبري اژانس (KIN) د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا غونډه د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو همکاریو او ګډو اندېښنو د ارزولو لپاره جوړه شوې وه.
په غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اوزبکستان استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، ټینګار وکړ چې قزاقستان له کابل سره د اړیکو په اړه د رغنده نظر د تبادلې او د بیړنیو ستونزو لپاره د عملي حللارو موندلو ته لېواله دی. ګډونوالو د افغانستان روان وضعیت او د عملي همکاریو موضوعات وڅېړل، چې پکې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا، د افغانستان له خاورې د ترانزیت او ترانسپورتي دهلېزونو غځول، او سیمهییز امنیت شامل وو.
ګډونوالو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونه خپلې هڅې همغږې کړي.
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، ګډونوالو یو ځل بیا چمتووالی څرګند کړ چې د سیمهییز تماس ګروپ په چوکاټ کې منظمې سلا مشورې روانې وساتي او د کاري کچې اړیکې ټینګې کړي.