تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او متحده عرب امارات Emirates په D ګروپ کې په داسې پړاو کې سره مخامخ کېږي، چې هره پایله یې ځانګړی اهمیت لري.
افغانستان لا هم د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی؛ ځکه تر دې وړاندې یې نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ته خپلې لوبې بایللې دي.
له همدې امله افغانستان د جدول په څلورم ځای کې دی.
بل لور ته، متحده عربي اماراتو د نیوزیلنډ پر وړاندې له ماتې وروسته کاناډا ته ماتې ورکړه.
کرک بز چې د کرکټ لپاره ځانګړې وېب پاڼه ده په خپل راپور کې لیکلي چې، امارات لوبډله په خپلې لومړنۍ بریا سره له روحي پلوه، پياوړې ده او افغانستان بیا تر یو څه فشار لاندې دی.
اوس افغانستان د مخکې تګ چانس لري که نه؟
د مخکې تګ لپاره یوازې لږه رڼا ښکاري چې، د کرکټ پوهانو په باور افغانستان باید خپلې دواړه راتلونکې لوبې په لوړ توپیر وګټي او نېوزیلنډ بیا په خپله وروستۍ لوبه کې ماته وخوري.
که خبره داسې شي نو د نېټ رنریټ په حساب لوړه درجه لرونکې لوبدله اتو غوره لوبډلو پړاو ته مخکې تلی شي.