Homeخبرونهشل اوره نړیوال جام: سرسخته سیالان هند و پاکستان نن سره مخ...

شل اوره نړیوال جام: سرسخته سیالان هند و پاکستان نن سره مخ دي

تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۶مه) د کرکټ په روان شل اوریز جام سیالیو کې نن د سرسختو سیالانو لوبه کېږي.

پاکستان او هند نن یکشنبه ترسره کېږي.

دغه لوبه تر سختو ناندریو وروسته ترسره کېږي. په لومړیو کې پاکستان له هند سره سیالي نه کوله خو وروسته یې سیالۍ ته غاړه کېښوده.

تر دې وړاندې کابو اته ځلې په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې سره مخ شوي چې، ۷ ځلې هند لوبې ګټلې او یوځل بیا پاکستانۍ لوبډلې.

مبانګوا، روي شاستري، وسیم اکرم، رمیز راجا، سنېل ګواسکر، میتو هیډن او روبین اوتاپا د دې لوبې د مبصرينو په حیث ټاکل شوي دي.

هندۍ لوبډله بیا د ۲۰۲۳ م کال له نړیوال جام پایلوبه کې له ماستې وروسته  د کرکټ نړۍوالې شورا او اسیايي شورا په هېڅ ټورنمنټ کې ماتې نه ده خوړلې.

اوس هم پاکستانۍ لوبډله تر سخت فشار لاندې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...