Homeخبرونهملګري ملتونه:هرکال کابو ۴۰۰ زره ماشومان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي

ملګري ملتونه:هرکال کابو ۴۰۰ زره ماشومان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي

تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۶مه) ملګري ملتونه وایي، هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰۰ زره ماشومانو او ځوانانو کې سرطان تشخیصېږي.

ملګري ملتونه وایي چې، تر ټولو ډېر عام ډولونه یې لیوکیمیا، لمفوم، د مغز سرطان او نور سخت ټومورونه دي.

دا معلومات د ماشومانو د سرطان د ورځې په مناسبت، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)  شریک کړي دی.

د ګوتو په دې ازمېښت د سږو سرطان معلومېدای شي

یاد سازمان وایي دا کار یې ځکه کړی څو  والدین، ښوونکي او ټولنه د دې ناروغۍ د مخنیوي او لومړني تشخیص په اهمیت پوه شي.

د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کړی چې د ماشومانو د سرطان پر وړاندې مبارزه نړیواله همکاري او د روغتیايي خدماتو پراخ لاسرسی غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...