یکشنبه, فبروري 15, 2026
Home+د ګوتو په دې ازمېښت د سږو سرطان معلومېدای شي

د ګوتو په دې ازمېښت د سږو سرطان معلومېدای شي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د ایفري ډې هیلت د راپور له مخې، روغتیايي متخصصان وايي چې د ګوتو د یوې ساده ازموینې له لارې د سږو سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص کېدای شي.

اکثره خلک هغه وخت د سږو د روغتیا په اړه اندېښمن کېږي چې د سینې درد، د ساه اخیستلو ستونزه او د ساه غږ (غږهار) په څېر نښې پکې څرګندې شي، خو د دې نښو تر راڅرګندېدو مخکې د سږو د ناروغۍ ځینې خبرداري ورکوونکې نښې په حقیقت کې د انسان په لاسونو کې لیدل کېدای شي.

د سږو سرطان د پېژندنې لپاره د ګوتو د ټیسټ طریقه:

د روغتیا د متخصصانو په وینا، د دواړو لاسونو د شهادت ګوتو نوکان سره یوځای کړئ. که د دواړو نوکانو ترمنځ واټن یا تشه جوړه شي، نو ښايي سږي مو عادي وي. خو که د دواړو نوکانو ترمنځ هېڅ تشه نه وي او سره نښتي ښکاري، دا کېدای شي د سرطان، د زړه یا د سږو د نورو ستونزو نښه وي.

څېړونکي وایي چې دا نښه د Non-small cell lung cancer په شاوخوا ۳۵ سلنه پېښو کې او د Small cell lung cancer په نژدې ۴ سلنه پېښو کې لیدل شوې ده.

د سږو سرطان د یوه مشهور بریتانیايي خیریه بنسټ متخصصان وایي، د نوکانو ترمنځ د الماس په څېر شکل نه جوړېدل په مستقیم ډول د سږو د سرطان ثبوت نه دی، خو دا یوه احتمالي نښه کېدای شي.

روغتیاپوهان سپارښتنه کوي چې که څوک د دې ټیسټ پر مهال احساس کړي چې د ګوتو نوکان یې سره نښتي دي او تشه نه لري، نو باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

ډاکټر براین انډریو فالېر، چې په سېنټ لوئیس کې د میسوري بپټیسټ طبي مرکز د سرطان د څېړنې مشر دی، وایي:
“ګوته د طبیعي مقعر (کږې دننه) کرښې پر ځای چې د نوک د ریښې ترڅنګ وي، د کاچوغې د شاتنۍ برخې په شان بڼه خپلوي.”

اغېزمن نوکان هم دا ځانګړنې لرلی شي:

  • نوکان تاوده احساس کېږي
  • نرم او سپنجي شي
  • سور رنګ واخلي
  • کېدای شي دردناک وي

د سږو د سرطان په لومړیو پړاوونو کې د ګوتو په نوکانو کې بدلونونه دومره ورو رامنځته کېږي چې سړی یې نه شي احساسولای. ډاکټر فالېر وایي:
“ډېری هغه ناروغان چې زه یې د سږو د سرطان له امله وینم، د ګوتو پړسوب لري، خو هغوی خپله پرې نه وي خبر.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...