جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ګالیله څوک و؟ نن یې د زوکړې ورځ ده

ګالیله څوک و؟ نن یې د زوکړې ورځ ده

ع. سمسور

له نن څخه ۴۵۹ کاله پخوا د ۱۵۶۴ م کال د فبرورۍ په دې ورځ (۱۱۵مه) ایټالیايي فیلسوف، منجم او ریاضي پوه  ګالیلیو ګالیله (Galileo Galilei) د ایټالیا د پیزا ښار د توسکاني په سیمه کې وزېږېد. مور یې جولیا ګالیلي او پلار یې وینچنزو ګالیله (Vincenzo Galilei) نومېده، چې یو مشهور موسیقي پوه و او خپل زوی ته یې هم موسیقي ور زده کړه. ګالیله د پنځو اولادونو (خویندو او وروڼو) په منځ کې وروستی و.

ګالیله تر یوولس کلنۍ پورې په کور کې د خپل پلار تر نظر لاندې ژوند وکړ. پلار یې هغه ته یو خصوصي ښوونکی نیولی وو. ګالیله ډېر پوه، هوښیار او ځیرک ماشوم، له درس څخه وروسته به د څېړنې او پلټنې لپاره په ښار کې  ګرځېده.

په ۱۵۷۵ م کال د ګالیله کورنۍ د پازیس په ختیځ کې د فرانسې ستر ښار فلورانس ته لاړه؛ هغه مهال د فلورانس ښار د زده کړې او روڼاندۍ تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېده، له دې وروسته پلار یې هغه د والومبروسا ښار ته نږدې یوې دینې مدرسې ته ولېږه. درې کاله وروسته، چې پلار یې د ده له وضعې خوښ نه و، بېرته یې ځانته را وغوښت.

په لومړیو کې ګالیله غوښتل، چې پادري (عیسوي ملا) شي، خو په ۱۵۸۱ م کال چې اوولس کلن و، د خپلې خوښې خلاف او د پلار په پرله پسې غوښتنه یې په پیزا پوهنتون کې طب پیل کړ، طب یې زده نه کړ، مګر پر ځای یې د ریاضیاتو مطالعه پیل کړه او هغې ته لېوال شو او په دوامداره توګه به د پیاوړي ریاضي پوه سټیلوریچي صنفونو ته، ورته او د محصلۍ په دوره کې یې د ارسطو د نظریې د ردولو په ترڅ کې وویل: ارسطو یوازې خپل افکار بیان کړي او له علمي تجربو څخه یې ګټه نه ده اخیستې. له همدې امله یې ځانته ډېر دښمنان پیدا کړل.

ګالیله په کال ۱۵۸۳ م کې په رسۍ باندې خپلې څېړنې وکړې. د کلیسا په  مذهبي مراسمو کې یې په قندیل باندې سترګې ولګېدې، چې پاس په چت کې ځوړند او ښورېده. یاد څراغ د ده پام ځانته را واړاوه. هغه د کتنې پرمهال په دې اړه له ځان سره فکر وکړ او ویې ویل: که هر څومره د هر خوځښت (حرکت) لمنه را لنډېږي، مګر د خوځښت وخت ثابت پاتې کېږي. کېدای شي، ډېری کسانو په دې کتنه کې داسې خاص څه نه وای پیدا کړي، خو ګالیله خوا ځیرک او مستعد انسان و. نوموړي له هغې شېبې څخه خپل علمي ازمېښتونه پیل کړل، په دې ترتیب، چې د رسۍ په دواړو خواوو کې یې وزنونه وتړل او له یوه لوړ ځای څخه یې را ځوړند، یوې او بلې خواته یې حرکت ورکړ. په هغه وخت کې د اوس په څېر دقیق ساعتونه، نه و، چې عقربې یې ثانیې او دقیقې وشمېرې، نو له دې امله ګالیله د  ځوړندو خوځېدونکي وزنونو د وخت د اندازه ګیرۍ له پاره د خپل نبض له وهلو څخه ګټه اخیسته. هغه دې پایلې ته ورسېده، چې د پیزا په لویه کلیسا کې یې کتنې سمې دي. که څه هم هر ځل د خوځښت لمنه را لنډېږي، خو هر خوځښت د تېرو خوځښتونو په څېر، ورته وخت په برکې نیسي او په دې ترتیب ګالیله د رسۍ قانون کشف کړ. نن ورځ د ګالیله د رسئ له قانون څخه په بېلابېلو چارو کې ګټه اخیستل کېږي، د بېلګې په توګه د ستورو حرکتونو د اندازه ګیرۍ له پاره له دې قانون څخه کار اخیستل کېږي. د رسۍ په اړه د هغه ازمېښتونه د نوي دینامیک فزیک پیل و، هغه غبرګون، چې د حرکت قوانین او هغه ځواکونه، چې د حرکت سبب ګرځي په بر کې نیسي.

ګالیله په ۱۵۸۵ ز کال، چې عمر یې ۲۱ کاله و، پرته له دې چې د پوهنتون سند تر لاسه کړي؛ پوهنتون یې پرېښوده . په ۱۵۸۶ ز کال یې د (تعادل) په نامه یو کتاب ولیکه، چې د نړیوالو پوهانو د پام وړ وګرځېده او نوموړی یې د یوه ریاضي پوه  په توګه وپېژنده.

په کال ۱۵۸۹ ز کې، چې ۲۵ کلن و، د خپلو با نفوذه دوستانو په مرسته یې د پیزا په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. هغه مهال ریاضیاتوته چا ارزښت نه ورکاوه او د علم ترټولو ټیټه کچه کې واقع وو، حقوق او طب په علمي لحاذ په ډېره لوړه سطحه کې واقع اود ریاضیاتو په پرتله دولس برابره زیات ارزښت یې درلوده . دغه راز هغه خپل د ارسطو ضد افکار وساتل، مګر دا ځل دې افکارو ورته سر خوږی جوړ کړ. په کال ۱۵۹۱ ز کې یې خپل دویم ستر علمي کشف تر سره کړ. د ګالیله په دوران کې ډېری علوم د ستر یوناني فیلسوف ارسطو، چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه د فرضیو پربنسټ بنا شوي وو، په ټولو علومو کې د سرچینې په توګه د هغه اغېز تر سترګو کېده؛ هر چا چې د ارسطو له قوانینو څخه په یوه قانون شک کاوه، نو بشپړ او پوه انسان نه بلل کېده، د ارسطو له قوانینو څخه یو قانون، چې بیان شوی و، هغه په دې قانون کې ادعا کړې وه، چې درانده جسمونه د سبکو په پرتله ژر او په  چټک ډول را غورځېږي. ګالیله ادعا کوله، چې دا قاعده سمه نه ده. ویل کېږي، چې ګالیله د دې تېروتنې د اثبات له پاره د پیزا پوهنتون استادان را وبلل، ترڅو له هغه سره د پیزا برج لوړ پوړ ته وخېژي . ګالیله دوه توپونه، چې د یوه وزن یې پنځه کیلو او د بل یې نیمه کیلو وو، له ځان سره واخیستل او دواړه یې د پیزا برج له لوړې برخې څخه په یوه وخت ښکته را وغورځول؛ ټولو حاضرینو په دې صحنه کې وکتل، چې دواړه توپونه په یوه وخت ځمکې ته را ورسېدل. ګالیله په مطالعې بوخت و، چې ناڅاپه داسې آوازه خپره شوه، چې په سویس کې د عدسیو له ترکیب څخه داسې یوه آله جوړه شوې، چې په مرسته یې د ډېرې لرې سیمې شیان هم لیدل کېږي . له دې موضوع څخه بشپړ معلومات په لاس کې نه شته، خو دا ډېره مشهوره خبره ده، چې زاخاري یانسن په نامه یو کس، چې په مدلبورک کې چشمې جوړونکی و، لومړنی دوربین یې د ۱۵۹۰ او ۱۶۰۶ کلونو په منځ کې جوړ کړی و، مګر د هانس یپرشي په نامه بل چشمې جوړونکي په ډېرې چالاکی د زاخاري یانسن اختراع  ترې غلا کوي او په ۱۶۰۸ زېږدیز کال امتیاز یې په خپل نامه ثبتوي. ګالیله هم د ورته دوربین په جوړولو بریالی شو.

ګالیله د خپل تلسکوپ په مرسته داسې منظرې ولیدلې، چې ترهغه وخته هیچا نه وې لیدلې. ګالیله د ارسطو د نظریې په خلاف، چې ویل یې سپوږمۍ پاکه او هواره ده، داثابته کړه، چې سپوږمۍ د غرونو، لوړو ژورو او درو لرونکې ده، چې د لمر رڼا یې لاپسې ښه ښکاروي. سر بېره پردې دا یې هم وکتل، چې د مشتري سیارې شاوخوا څلور کوچنۍ سپوږمۍ په حرکت کې دي او بالاخره یې د لمر پرمخ باندې ټور ټکي په خپلو سترګو ولیدل. دې ستر پوه د دې هرڅه پایلې په ۱۶۱۰ ز کال (د ستورو پیغام راوړنکي) تر سر لیک لاندې کتاب کې خپاره کړل، چې نه یوازې د خلکو له هرکلي سره مخامخ نه شو، بلکې خلکو په ده باندې سختې او توندې نیوکې وکړې او له ده څخه یې پوښتنې کولې، چې ولې د ستورو شمېر ۷ نه ګڼي؛ په داسې حال کې چې د فلزاتو شمېر ۷ دی او د معبد شمعدانونه هم ۷ ښاخونه لري او دغه راز د انسان په سر کې هم ۷ سوري شته. ګالیله د دې ټولو  پوښتنو په ځواب کې یوازې دومره ویل چې په خپلو سترګو یې په دوربین کې وګورئ، ترڅو شک مو له منځه لاړ شي. له دې وروسته ګالیله فلورانس ته لاړه، چې په ګرانددوک پوهنتون کې استاد وګومارل شي.

ګالیله د علمي تګلارې او ارزونې په برخه کې ډېر مهم رول درلوده. د ګالیله په باور د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې د رنسانس تر ټولو پیاوړی پوه (د علم پېژندنې له وسایلو پرته نه شي کولای، چې علم تر لاسه کړي. همدا راز هغه په دې باور و، چې د علم پېژندنې له پاره باید د ګومان کولو پر ځای هرڅه اندازه او وارزوو، هغه څه چې نه اندازه کېږي، باید هڅه وکړو، چې د اندازه کولو وړ یې وګرځوو. هغه دغه راز زیاته کړه: (د طبیعت قانون یوازې په مادي ژبه لیکل شوی دی ). علمي تګلاره د یوې نوې او تازه نړۍ د کشف په لوري د بشر یو ستر او بنسټیز ګام و او د علمي او فني انقلاب او اختراعاتو له پاره یې یوه نوې لاره پرانیسته.

د زېږون دوران په حقیقت کې د طبیعت له زندان او د خپلې غوښتل شوې ناپوهۍ څخه د انسان د آزادۍ دوران دی. طبیعت داسې څه نه دی، چې د انسان له پاسه دې ځای پیدا کړی وي، بلکې په طبیعت کې د انسان د کار، تجربې او کړنو له امله بدلون را منځته کېږي.

په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې د ګالیله علمي څېړنې خپرې شوې، په دې څېړنو کې د کوپرنیک هغه نظر تایید شوي، کوم چې هغه ویلي و، ځمکه د لمر شاوخو ګرځي، دا خبره د دې لامل شوه، چې نوموړی د کلیسا له خوا پوښتنو ګرویګنو ته راوبلل شي، دا نظریه د هغه وخت له مقدس کتاب سره په ټکر کې وه او له بلې خوا د ارسطو له نظریاتو سره، چې کلیسا یې حامي وه، همغږي نه لرله، نو له دې امله نوموړی اړ شو چې لاندې توبه لیک، لاسلیک کړي:

د خپل ژوند په اویا کلنۍ کې ستاسو په وړاندې ګونډو شوم او په داسې حال کې چې مقدس کتاب زما په وړاندې ایښی دی او په هغه کتاب باندې لاس ږدم او توبه کوم او د ځمکې د حرکت له حقیقته لرې او تشې ادعا څخه انکار کوم او دا ادعا ناسمه ګڼم.

زه ګالیله د وینچرو ګالیله زوی د فلورانس اوسېدونکی، په اویا کلنۍ کې د عادلې محکمې په حضور او ستاسو په وړاندې ګونډې وهلي او د هغه کتاب په وړاندې، چې زما په مخکې ایښی دی قسم کوم، چې تل د دغه کتاب په هره جمله او هغه څه چې پاپ او د کاتولیکې کلیسا کشیشان وایي باور لرم او د خدای (ج) په مهربانۍ په راتلونکې کې به هم باور ولرم او دا اعلانوم، چې زما نظر د هغه څه په اړه، چې وایي لمر ثابت او ځمکه یې شاوخوا ته ګرځي، یوه ناسمه او باطله مفکوره ده. دا مفکوره به په هېڅ ځای کې تدریس نه شي، روښانه او مشخص واقعیت دا دی، چې ځمکه هواره او ثابته ده، لکه څنګه چې هرڅوک  پوهېږي او هره ورځ یې ویني، لمر او ستوري د ځمکې شاوخوا را څرخي. دا زما باور دی او په راتلونکې، کې به هم په دې هرڅه باور ولرم. غواړم، چې ستاسو په وړاندې دا اعلان وکړم، چې په یوازیتوب کې زما زړه ته د حقیقت رڼا لاره پیدا کړې او هغه څه مې مخکې ویلي وو، تېروتنه وه او له خپلې کړنې څخه پښېمانه یم؛ هره سزا چې زما له پاره وټاکل شي په سر سترګو یې منم. که چېرې په راتلونکې کې  له پورته یاد شوو مواردو څخه سر غړونه وکړم او خپلې ناسمې او غلطې مفکورې ته بېرته ور وګرځم، نو په بشپړه توګه د دې ټولو سر غړونو مسؤلیت منم. د دې له پاره، چې د خپلو اعترافاتو له دقت او سمون څخه ډاډه شم، نو دا هرڅه مخکې تر مخکې د دې پاڼې پرمخ ولیکل او ستاسو په وړاندې مې ولوستل او دا اعلانوم، چې دا پاڼه زما شخصي لیک دود، مفکورې او باور دی او له هر ډول بهرني فشار پرته لیکل شوي دي.

ګالیله د مرګ تر شېبې پورې په خپله عقیده ټینګ پاتې شو او په پټه توګه یې خپلو تجربو ته دوام ورکړ او مخکې تردې چې په کال ۱۶۴۲ ز کې د فلورانس په آرچتري کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړي دوه ارښتمن کتابونه یې ولیکل. لومړی د نوموړي آثار په ۱۶۳۵ ز کال د کاتولیکې کلسیا له تور لېست څخه بهر شول او د خپرېدو اجازه یې تر لاسه کړه. نن ورځ ټول ګالیله ته د یوه هڅاند څېړونکي په توګه، چې بشر یې پور وړی دی درنښت لري . هغه نړۍ ته دا ور وښوده، چې یو پوه باید آزادي ولري، ناسمې او غلطې نظر یې رد او نوې نظریې بنسټیزې کړي او دغه راز هغه وښوده، چې یو پوه نباید ځان د تحریف شوو او غلطو دودونو ښکار شي.

ګالیله د مسیحي دین د کاتولیک مذهب لاروی و. هغه له مارینا ګامبا (Marin Gamba)  سره اړیکه لرله او له هغې څخه د دوه لوڼو او یوه زوی خاوند شو، مګر هېڅکله یې ورسره واده ونه کړ . د ګالیله زوی، چې د خپل پلار د عمر تر پایه له هغه سره ژوند کاوه او د ګالیله یو له ژوند لیک لیکونکو څخه دی، تل به خلکو له دې امله رټه، چې ګالیله یې له مور سره واده نه دی کړی. که څه هم ګالیله له مارینا ګامبا سره واده ونه کړ، خو د یوه ښه خاوند او یوه ښه پلار دنده یې په سمه توګه ترسره کړه. هغه دومره ژمن و، چې له خپل ورور څخه یې هم تر ډېره ملاتړ وکړ. دا هر څه د دې لامل شول، چې ترڅو نوموړي په دې وخت خپلې مهمې موندنې (کشفیات ) ترسره کړي. ګالیله او مارینا له نولس کاله ګډ ژوند وروسته له یو بل څخه جلا شول.

ګالیله په ۱۶۳۷ ز کال د سترګو له کمزورۍ سره مخامخ شو او ورو ورو یې د سترګو نظر له لاسه ورکړ او په خپل ځای یې نور کسان وګومارل، چې د پېښو په اړه خپلې څېړنې ترسره کړي. ګالیله ورو ورو کمزوری کېده، تر دې چې د ۱۶۴۲ ز کال د جنورۍ په اتمه نېټه د ۷۷ کلونو په عمر د خوب پرمهال د فلورانس په آرچتري کې، له دې نړۍ سره تل له پاره مخه ښه وکړه او په ابدي خوب ویده شو.

د ګالیله لاس ته راوړنې:  

 ګالیله لومړنی کس و، چې د سپوږمۍ د سطحې جزئیات یې په خپل تلسکوپ کې وکتل او ثبت یې کړل، همدا راز هغه دا هم ومونده چې سپوږمۍ خپله رڼا له لمر څخه تر لاسه کوي او دا رڼا یې خپله نه ده.          

د ګالیلو اختراعات:

ټیلسکوپ، هایدروستاتیک بیلانس، ترمامیتر، قطبښود.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب