تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۶مه) د طالبان د امربالمعروف وزارت ویاند، ملا سیف الرحمن خیبر ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې ویلنټاین یا د عاشقانو ورځ دومره دود شوه چې ګڼ افغان ځوانان یې نمانځي.
هغه ویلي: “مسلمان ځوان او پېغله دا ورځ نمانځي.، خو له خپل پلار او مور دا پوښتنه هم نه کوي چې، آیا تاسو هم دا ورځ نمانځله؟ او آیا دا ورځ زموږ له ارزښتونو، دیني اوامرو او اخلاقي نظام سره کوم تړاو لري؟”
نوموړي ویلنټاین د غرب د تقلید او د کمزورې اخلاقي فضا محصول بللی او زیاته کړې ده چې،د مینې، عاطفې او انساني ارزښتونو لپاره د یوې ورځې ټاکل سم تعبیر نه شي کېدای.
خیبر ویلي چې رښتینې مینه، اخلاق او انساني کرامت باید د انسان د ټول ژوند برخه وي، نه د یوې ځانګړې ورځې.
طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې د دغې ورځې پر عامه نمانځنې بندیزونه لګولي او اجازه نه ورکوي چې خلک د میینانو د ورځې ډالۍ، ګلان او نور اړوند توکي په عامو ځایونو کې وپلوري یا وپېري.
دغه راز طالبانو په افغانستان کې د نوروز په ګډون د یو شمېر نورو ورځو نمانځنه هم ممنوعه اعلان کړې دي.
سلامونه: کسان چی ځاړه شی او عمر یی پوخ شی لدی ورځی سره یی مینه کمیږی. زه اوس دی ورځی سره امربالمعروف سره موافق یم ولی د ښځو د مکاتبو د خلاصون غوښتنه کوم. ځکه چی زما وجدان دا نه منه چی زما خویندی، میندی دی د نارینه ډاکټرانو لخو معاینه شی. مونږه باید ښځینه متخصصی ډاکټری ولرو. ډیری ښځی د سینی د سرطان ناروغی، د مهبل د سرطان، د زایمان وخت کی عملیات ته ضرورت، د بواسیر ناروغی، رحمی ناروغی او داسی نوری زنانه ناورغی لری. تاسی د امربالمعروف کسان غواړی چی ستاسو د ښځو پر سینو نارینه ډاکټران لاس ووهی؟ غواړی چی تاسو د ښځو مهبلونو د نارینه ډاکټرانو لخوا معاینه شی؟ لږ شرم وکړی له الله څخه وډار شی د بیغیرته ځامنو.
دا خو یې بیخي ښکلې خبره کړې. هغه څوک سي پردي دودنه رواجوي دغه زموږ د ټولنې لپاره زهر قاتیل دي. دغه د بوینې خیبثې دموکراسۍ یو بل تعاون وه سي افغانستان یې ورباندي په زهرو ولړل.د چرګ یې د مالګي له څټلو سره څه! وایی کاغي د زرکې غاړې کولې خپل غاړه ورنه هیره سوه.کاشکي موږ یو داسي شئ له چا زده کړو سي هغه د ولس ټولنې لپاره ګټور وي نه ناکاره دودونه. 👍
خبره خو دا ده چی ” خرافات ” یوازی د غیر مترقی افکارو په لمنه کی د رؤیت وړ نه دی بلکه “خرافات ” د پر مخ تللو ټولنو پر تندی او لمنه هم له ورایه ښکاری.
د عاشقانو د ورځی تجلیل نه یوازی یوه خرافه ده بلکه د دروغو او ریا او مادیاتو د تأمین یوه غولوونکی مجموعه ده.
باور مو وشه چی نن سبا هر ځوان ( هلک یا نجلی ) د یوازنی وفادار مین په توګه لږ تر لږه شلو کسانو ته د مینی پیغامونه لیږی.
د غلطی او دروغجنی مینی څپی بالآخره د ” اِپستین د شیطانی جزیری څنډو ته رسیږی.
د شهوت د غریزی سره احتیاط د ” عقل ” د فرمان چیغه ده او د طالب د شتون یا نه شتون سره هیڅ ارتباط نلری.
په کابل د یوه ځاۍ نوم عاشوقان اوعارفان ده څوک کولاۍ شي چي دد ځاۍ نوم ولي عاشوقان اوعارفانی ده ووایی یعني دد شاته کومه تاریخچه پرته ده او که دا ویلنټاین ته ورته رواج وو اویا ده.
«عاشقان و عارفان» په کابل ښار کې یو مشهور زیارت دی، چې د «عاشق» او «عارف» په نوم دوو وروڼو ته منسوب دی. ویل کېږي چې دا وروڼه د زبیر زامن وو.
د ځایي روایتونو له مخې، دا دوه وروڼه د اور له تنوره په سلامتۍ تېر شول او د همدې کرامت له لارې کابلشاه د اسلام منلو ته راوباله. د دې فوقالعاده پېښې له امله خلک هغوی د روحاني مشرانو په توګه وپېژندل.
وروسته له مړینې، د هغوی د ښخېدو ځای زیارت وګرځېد او تر نن ورځې پورې د خلکو د درناوي او عقیدت ځای بلل کېږي. فضل ربي