یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeخبرونهملایعقوب مجاهد وايي باید پخواني اختلافات هېر کړل شي

ملایعقوب مجاهد وايي باید پخواني اختلافات هېر کړل شي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ که) د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ټینګار وکړ چې د تېرو شخړو هېرول او د اختلافاتو پرېښودل د راتلونکو کورنیو ستونزو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.

هغه دا خبرې د یکشنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ماتې او له افغانستانه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مراسمو کې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې د غچ اخیستنې روحیه کولی شي د اوسني نظام ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

نوموړي وویل:
«هغه کسان چې نن د واک په لټه کې دي، سبا یې ان په قبرونو کې نوم هم نه پاتېږي. که د راتلونکې فکر کوئ، د خلکو او ملت لپاره فکر وکړئ او داسې میراث پرېږدئ چې راتلونکي نسلونه پرې ویاړ وکړي، لکه زموږ د تېرو اتلانو میراث.»

هغه زیاته کړه چې اصلي وړتیا په ژبه، قوم یا مقام پورې اړه نه لري، بلکې تقوا او رښتینولي د انسان ارزښت ټاکي.

دفاع وزیر له افغان سوداګرو وغوښتل چې د راروانې روژې میاشتې په ترڅ کې له بېوزلو او بې‌ځایه شوو خلکو سره مرسته وکړي او خپل زکات له اړمنو سره ووېشي.
هغه وویل: «زما ځانګړی پیغام سوداګرو ته دا دی چې خپل خلک مه هېروئ او تل ورسره مرسته وکړئ.»

هغه د امنیت په ټینګښت کې د خلکو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ او ویې ویل:
«نن افغانستان بې‌ساری امنیت لري. خلک باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي څو ثبات وساتل شي. ځینې هېوادونه نه غواړي افغانستان امن وي؛ هغوی خپله امنیت زموږ په بې‌ثباتۍ کې ویني.»

نوموړي ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل:
«افغانستان یو خپلواک هېواد دی. موږ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې زموږ له خاورې به د ګاونډیو پر ضد کار نه اخیستل کېږي. موږ د نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښونو د مهار بشپړ توان لرو او د چا مرستې ته اړتیا نه لرو.»

هغه زیاته کړه چې افغانستان د متقابل درناوي او ملي ګټو پر بنسټ هر ډول خبرو ته چمتو دی، خو د چا امرونه به ونه مني، او ټینګار یې وکړ چې د پلمو سیاست نه د نورو په ګټه دی او نه د افغان ولس.

محمد یعقوب مجاهد دا هم وویل چې ان هغه هېوادونه چې پخوا یې پر افغانستان یرغل کړی، کولی شي د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ نوې اړیکې جوړې کړي، او د «نوي باب» د پرانیستلو غوښتنه کوي.

په همدې مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې افغان ولس هېڅکله بهرنی اشغال نه دی منلی او دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې د ویاړ یوه نه هېریدونکې ورځ ده.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د مخدره موادو کر او قاچاق بند شوی، د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې مرستې ورکول کېږي او د ټولو یتیمانو پرته له تبعیضه پالنه کېږي، چې د هغوی لپاره شاوخوا ۱۳ تر ۱۴ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب وویل چې افغانان باید تل د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو واوسي او یوازې پر تېرو بریاوو بسنه ونه کړي، بلکې د راتلونکي احتمالي خطرونو پر وړاندې هم هوښیار پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...