یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeخبرونههند په نړیوال شل اوره جام کې پاکستان ته ماته ورکړه

هند په نړیوال شل اوره جام کې پاکستان ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې نن (یکشنبې) د هند او پاکستان لوبډلې مخامخ شوې چې هند په ۶۱ منډو وګټله.

د هند او پاکستان د کرکټ سیالي، چې د دوو هیوادونو ترمنځ زړو او ژورو سیاسي اختلافاتو پرې سیوری غوړولی، تل د نندارچیانو او د کرکټ د مبصرانو لپاره جذابه وي.

په دې سیالي کې چې نن د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې وشوه، هند ۱۷۵ منډې وکړې. ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل. ظاهراً ډېر لوړ هدف نه و.

خو په مقابل کې د پاکستان پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې لکه توت داسي ورېژېدل.

یوازې عثمان خان، چې پنځم لوبغاړی و، وتوانېد په ۳۴ توپونو ۴۴ منډې وکړې. له ده وروسته نور هم یو په بل پسې وسوځېدل.

که څه هم دا سیالي پاکستان له توقع سره سم وبایلله، خو هند او پاکستان په خپل ګروپ کې هغه دوې لوبډلې دي چې بل پړاو ته وځي ځکه چې په ګروپ کې یې نورې لوبډلې خورا کمزورې دي.

تقریباً همدا وضعیت له ډي ګروپ پرته، چې بل پړاو ته د وتلو ۳ دعوه داران یې لرل، د نورو ګروپونو هم دی. د هر ګروپ دوه مخکښ ټیمونه له لومړۍ ورځې څرګند دي.

د نن ورځې بله مسابقه د امریکا او نامیبیا ترمنځ وه چې امریکا په ۳۱ منډو وګټله. په سي ګروپ کې نیپال او ویسټ انډیز مخامخ شول چې په ۹ ویکټونو او ۲۸ توپونو ویسټ انډیز وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...