دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeخبرونهپوتین له افغانستانه د شوروي پوځیانو وتل په پوځي تاریخ کې نه...

پوتین له افغانستانه د شوروي پوځیانو وتل په پوځي تاریخ کې نه هېرېدونکې ورځ وبلله

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکمشنبې په ورځ، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د وتلو د ۳۷ کالیزې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو وتل د روسیې په پوځي تاریخ کې یوه نه هېریدونکې ورځ ده. نوموړي په عین حال کې ټینګار کړی چې شوروي سرتېرو د «وطن له ملي ګټو» دفاع کړې او خپله دنده یې په عزت او مېړانه ترسره کړې ده.

د هغه په وینا، دغو سرتېرو د سختو ازموینو پر مهال زغم، مېړانه، انسانیت او لوړ اخلاقي چلند وښود.

د روسیې ولسمشر همداراز وویل چې د شوروي پخوانیو سرتېرو پوهه، مهارتونه او تجربې باید د روسیې د ځوان نسل د وطن‌پالنې په روزنه کې وکارول شي، ځکه دا کار یوه مهمه ملي اړتیا ده.

د یادونې وړ ده چې د پخواني شوروي وروستی سرتېری د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه له افغانستانه ووت. روسیه له هماغه وخته تر نن پورې هر کال دا ورځ په رسمي مراسمو لمانځي. په همدې تړاو، د طالبانو چارواکو هم د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه نمانځلې ده.

پوتین په خپل پیغام کې ویلي:
«ستاسو مسوولانه مدني دریځ، ژمنتیا او د وطن‌پالنې، معنوي او اخلاقي ارزښتونو ته وفاداري د درناوي وړ ده.»

په همدې مناسبت، د روسیې او بیلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د شوروي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو یاد غونډې جوړې شوې. ګډونوالو د یادګارونو پر وړاندې ګلان کېښودل او په ځینو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د «زړورتیا درسونه» ورکړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...