دوشنبه, فبروري 16, 2026
Home+غیر متجانس عنوان؛ سیاست، جمهوریت، معذرت او خیرات

غیر متجانس عنوان؛ سیاست، جمهوریت، معذرت او خیرات

شاه محمود میاخیل
سیاست
اکثره افغانان عجیبه طرز فکر لري. ولې؟ ځکه چې هره ورځ په خیراتونو، ودونو، بنډارونو او میلمستیاو کې د سیاست نه په بل څه بحث نه کوي، خو بیا هم وایي چې سیاست یې نه خوښیږي. همیشه نورو ته سیاسي مشورې ورکوي، خو بیا هم وایي چې سیاست یې نه خوښیږي. که ملا دی او که عامي، سیاسي، خبرې، لیکنې او تبصرې کوي، خو بیا هم وایي چې سیاست یي نه خوښیږي. شاعران، لیکوالان، ملکان، هنرمندان، جنرالان او ملایان د منبر،‌ ستیج، د ټولنیزو، صوتي او تصویرې رسنیو له لارې د سیاست نه په غیر په بل څه بحث نه کوي، خوبیا هم وایي چې سیاست یي نه خوښیږي یا وایي چې زه سیاسي سړی نه یم. د دولت په سیاسي پوستونو لکه جمهور رئيس، وزیر، والي، وکیل، جنرال او نورو ناست و او دي، خو بیا هم وایي چې سیاست یې نه خوښیږي. د ژوند هیڅ برخه د سیاست نه جدا نه ده، خو بیا هم انکار کوي چې سیاست یي نه خوښیږي.
د سیاست نه د منکرو کسانو د ټولو نه زیات سیاست خوښیږي ځکه قدرت نیول، ساتل، په حکومت کې کار کول، مدني،‌ ټولنیز، اقتصادي او تجارتي تشبث، شهرت، هنري او فرهنګي فعالیتونه، حتی د دهقان اوکارګر تولید، او داسې نورې ټولې برخې د ژوند، د سیاست مهمې برخې دي. که په دغه ټولو برخو کې فعالیتونه د چا نه خوښیږي او یا برخه نه اخلي، هغه به یو بې ارزښته شئ وي. که بې ارزښته شئ ووایي چې په سیاست کې برخه نه لري او یا سیاست یې نه خوښيږي، نو بیا سمه خبره ده.
مشکل په سیاست کې نه دی، مشکل په سیاسي مبارزه کې د حوصلې دی. سیاسي مبارزه او په سیاسي فلټ فارم کې د انسجام لپاره دوامداره مبارزه، ستړیا، خطر، مسوولیت اخستنه، د وړو او زړو، مغرضو او غیر مغرضو، بېسواده او با سواده کسانو معقولو او غیر معقولو نیوکو ته به حوصله کوي.
خو د اکثره افغانانو، د شاعرانو غوندې ازاد شعرونه او ازاده بې مسوولیته خبرې خوښيږي چې څنګه نور نقد او د سیاست کولوخپله تنده پرې ماته کړې.‌ اکثره افغانان چې په دوامداره توګه په یو سیاسي تشکیلاتي جوړښت کې د کار کولو حوصله نه لري، نو ځکه وایي چې سیاست یې نه خوښيږي. هغوي چې په یو تشکیلاتي سیاسي‌ جوړښت کې کار کوي، بیا د هغوي فعالیت یې هم نه خوښیږي او وایي چې د دې سیاسي ډلو نه څه نه جوړیږي. ښه سمه ده چې د دوی نه څه نه جوړیږي، خو ملایکې د اسمان نه ستاسي د خدمت لپاره نه نازلیږي چې سیاست وکړي. که سیاست کې اکثره پوه او فعاله افغانان برخه وانخلي، نو بد او بې تعلیمه کسان به په سیاست کې برخه اخلي او هغوي به بیا د تعلیمیافته، متخصص، لیکوال، شاعر، تجار، او د ولس د ښځو او نرو په سرنوښت باندې لوبې اوسیاست کوي. د افغانستان تیر تاریخ او یا د طالبانو موجوده واکمني، د همداسې مرحلو شاهده ده.
زما په اند، هغوي چې د سیاست پسې زیات بد وایي، د هغوي د ټولو نه زیات سیاست خوښيږي او سیاست کوي. لکه ملا چې په قدرت خیټه اچولې، سیاست کوي، خو نورو ته وایي چې سیاست حرام دی. د طالبانو تحریک، یو سیاسي ګوند دی، خو د نورو لپاره سیاست او سیاسي ګوندونو جوړول نا روا ګڼي. خپله د قدرت لپاره جنګ او مبارزه کوي، خو بیا د نورو لپاره قدرت نیول او جنګ ناروا دی. خپله د سیاست لپاره د نړۍ سره تعامل که منفي دی او که مثبت، لري، خو بیا د نورو لپاره د نړۍ سره مثبت تعامل نا روا ګڼي.
همداسې دا نور ټولنیز ګروپونه درواخله. ډیرو چې فرهنګي او مدني مبارزې په نوم فعالیت کاوه،‌ د اکثرو نیت همدا و چې څنګه د حکومت چوکۍ تر لاسه کړي، خو کله چې ځینو به چیرته چوکۍ تر لاسه کړله، بیا د ټولو نه زیات، بیکفایته او فاسد د مدني او فرهنګي ټولنې د مافیا غړي و چې ننګرهار کې ورته ما د هاها ډله ویله. تاسي د دغه کسانو سرمایه وګوري چې د جمهوریت نه د مخه یې څه درلودل او د جمهوریت د سقوط نه وروسته څه لري؟ که د مشروع معاش او عاید نه یې جایدادونه او پانګه اضافه وه، نو بیا خو یې دا هر څه د فساد د لارې پيدا کړیدي. همداسې د طالبانو مشران او کشران وګوري چې د قدرت نه د مخه یې څه درلودل، او په دغه پنځو کلونو کې یې څه پیدا کړيدي؟ د دوی ټولو ژوند مقایسه کړې، نو پخپله د فساد کچه معلومیږي. د دوی د پنځو کلونو د مالي فساد کچه د جمهوریت د شلو کلونو نه اضافه ده. په هغه فساد به خبرې نه کوو چې ولې یې د نورو د ګټو لپاره جنګ، انفجار او انتحار کاوه.
خلاصه، هغوي چې وایي سیاست یې نه خوښیږي او یا سیاست نه کوي، دا محض دروغ دي.
جمهوریت
لکه مخکې مې چې یادونه وکړله، ټول سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، مدني، ټولنیز او فرهنګي موسساست او هڅې د سیاست برخه ده، همداسې دا ډول فعالیتونه هم د یو نظام برخه ده. حتی د جمهوریت په پاسپورت چې دې بهر کې ژوند، کارو بار او تعلیم هم کړې وي، هغه کسان هم د جمهوریت برخه وه.
دوه کاله د مخه د هرات امنیتي ډیالوګ په کنفرانس کې چې د تاجکستان د دوشنبې په ښار کې دایر شوې و، د افغان فلم د ادارې پخوانې مشرې په جمهوریت نیوکې کولې، نو ما ورته وویلې چې ته هم د جمهوریت برخه وې ځکه د یوې مهمې ادارې مشره او په جمهوریت کې دې کار کاوه، نو څنګه په جمهوریت نیوکې کوي. هغې راته په ځواب کې وویل چې ما خو فقط څلور کاله په جمهوریت کې کار کړیدی.‌ ما ورته وویلې چې ما هم په جمهوریت کې څلور کاله کار کړې، خو دا پنځلس کاله مې چې د حکومت نه بهر په افغانستان کې کار کړیدی، دا هم د جمهوریت برکت و چې زمینه د کار راته مساعده وه.
زه دا نه وایم چې په جمهوریت کې نیمګړتیاوې نه وې. خو په نظامونو او دینونو باندې قضاوت د یو څو اشخاصو په اعمالو څوک نه کوي بلکې په سیستم او تګلاره قضاوت کیږي. په هر نظام کې او د هر دین په پيروانو کې ښه او خراب کسان شته. عمومي قضاوت څوک نه کوي چې د فلاني رژیم او یا د فلاني دین ټول پيروان خراب او یا ټول ښه و او دي. په تجارانو، مدني فعالانو، فرهنګي او ټولنیزو ټولنو غړو کې هم ښه او بد و او شته. هغوي چې په جمهوریت کې په هره برخه کې کار کړې دی، هغوي ټول د جمهوري نظام برخه و او په جمهوریت کې د کار نه د انکار کولو خبرې لکه لمر په یوه ګوته پټول دي په خاصه توګه هغه کسانو چې په مقننه، اجرایه او قضاییه قواو کې کار کوه او د جمهوریت نه معاشونه اخستل.

معذرت
زه ځینې هغه کسانو ته حیران یم چې د نړیوالو ټولنې قراردادیان او ترجمانان و، په میلیاردونو ډالره قراردادونه یې اخستل، کارو بارونه یې درلودل، د حکومت او پارلمان غړي و، مدني، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه او پروژې اخستلې، او په هر نوع مالي او اخلاقي فساد کې غرق و، خو نن وایي چې جمهوریت خراب و او چا چې په جمهوریت کې کار کړیدی، باید د ملت نه معذرت وغواړي.

ما په جمهوریت کې څلور کاله په مهمو عایداتي چوکیو لکه د ننګرهار والي، د کورنیو چارو د وزارت معین او د ملي دفاع وزارت د سرپرست او لومړي معاون په توګه کار کړیدی. د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو جنایي، ترورستي او مافیايي ډلو سره په مبارزه کې مې خپل ژوند په خطر کې اچولې و. زما د مرګ لپاره لس ځلې ناکامه هڅې شوې.
نه بزنس لرم، نه شرکت، نه انجو او نه بنګلې او تفریحي کورونه په پغمان، دوبۍ، استانبول، اروپا، امریکا او یا نورو هیوادونو کې. نه په بانکونو کې د ډالرو ذخیرې لرم، نو زه د کومو فاسدو کسانو نه معذرت وغواړم؟ د هغه کسانو نه معذرت وغواړم چې د سیاست، تجارت، مدني، فرهنګي او یا نورو فعالیتونو له امله میلونران شوي، فساد کې تر ستونې غرق، او د فاسدو ملګري و؟ ایا زه د هغه کسانو نه معذرت وغواړم چې د نورو د ګټو لپاره یې نظام ړنګوو، انفجار او انتحار یې کاوه؟
د جمهوریت نه د مخه او د جمهوریت په دور کې مې عادي متوسط ژوند درلود او اوس هم هماغه عادي متوسط ژوند لرم، نو ولې او د چا نه معذرت وغواړم؟ زما غوندې ډیرو کسانو په پخوانیو نظامونو کې کار کړې چې په خپل کار ویاړي او د نورو د کړنو له امله د هیچا نه معذرت نه غواړي. هغوي چې معذرتونه غواړي، د هغوي لاسونه د خلکو په وینو سره او په فساد کې غرق و، نو ځکه د خلکو نه معذرت غواړي.
خیرات
بیا هم عجیبه ملت یو. حکومت خیرات غواړي چې مرستې وکړې چې سرکونه،‌ ښوونځي، بندونه او پلونه جوړ کړي. ملایان خیرات غواړي چې جومات او مدرسې جوړې کړي. اکثره ولس، د ودونو، خیراتونو، د زامنو د تعلیم او بهر ته د لیږلو، تجارت او حتی حج اوعمرې لپاره د خپلو او پردو نه خیرات غواړي. خلاصه په خیرات خوړولو او اخستلو ژوند او حکومتونه نه جوړیږي.
له بده مرغه، په تیرو پنځو لسیزو کې، د شرق او غرب نه، عرب او عجمو نه زیاتې پیسې افغانستان ته لاړلې، ولس او حکومتونه خیرات خور اموخته و او دي. با همته هغه ولس، افراد او حکومتونه دي چې د پردو د خیرات اخستلو نه ځآنونه خلاص کړي. په سیاسي لحاظ Dependency یا په نورو تکیه کول، انسانان او حکومتونه روږدي کوي.‌ تر څو چې افغانان او حکومتونه د رودږیتوب د مرض نه ځانونه خلاص نه کړي، نه افغانستان پرمختګ کولې شي او نه بشري، رواني او فزیکي امنیت په افغانستان کې ټینګیدلې شي.
د روږديتوب نه د ځآن خلاصولو لپاره، مهمه مسله فکري انکشاف او په فکرونو کې د منفي ببولا په عوض، مثبت تغیر دی. کله چې جنګي ادبیات په سوله ایز ادبیاتو، منفي رقابتونه په مثبت رقابتونو، فکري اختلاف ته د دښمنې په سترګه نه کتل، د تقابل، توهین او دښمنې په عوض، د درنښت او احترام سلوک او داسې نور فکري مثبت تغیر د افغانانو په کړنو او ویناو کې رامنځته شو، نو په هغه صورت کې افغانان کولې شي چې د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. همدا فکري بدلونه افغانان د روږدیتوب نه خلاصولې شي. د نړې نور هیوادونه د فکري مثبت بدلون په نتیجه کې پرمختګ کړیدی.
د سعدی شیرازی شعر دلته ښه صدق کوي چې وایي؛
چهل سال از عمر عزیزت گذشت
مزاج تو از حال طفلی نگشت
همه با هوا‌ وهوس ساختی
دمی با مصالح نپرداختی
مکن تکیه بر عمر ناپایدار
مباش ایمن از بازی روزگار

که د افغانانو په فکرونو کې د اوسنې بدو حالاتو،‌ تاویلو ماویلو،‌ کنځلو، توهین او د یو بل په زجر او شکنجې د خوشالیدو همدا اوسنې حالت دوام ومومي، څلویښت کاله خو پریږده،‌ په څلور سوه، څوارلس سوه او څلورزه کلونو کې به هم هیڅ تغیر د افغانانو په حالت کې رانشي. هماغه زوړ درک او زوړ خرک به وي.

عاقبت بخیر
شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...