تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) یوې نوې څېړنې ښودلې چې هغه افغان ځوانان چې د طالبانو له واکمنۍ او جګړو څخه د تېښتې لپاره بېسرپرسته بریتانیا ته تللي، له ژورو رواني او جسمي ستونزو سره مخ دي.
دغه څېړنه د University of East Anglia له خوا ترسره شوې او پکې له ۱۲ افغان کډوالو سره مرکې شوې دي، چې د کابل تر سقوط وروسته بریتانیا ته رسېدلي وو.
ګډونوالو ویلي چې د کورنۍ د غړو وژل کېدل، له خپلوانو جلاوالی، یوازېتوب او د جګړې دردناکې خاطرې لا هم د دوی پر رواني وضعیت اغېز لري. یو ګډونوال، عبدالله، ویلي: «کله چې ویده کېږم، د خپل وژل شوي تره او نورو خپلوانو یادونه مې ذهن ته راځي. ځینې وختونه مې د یوې میاشتې لپاره خوب نه کېده.»
څېړنه ښيي چې ډېری دغو ځوانانو د جګړې، تاوتریخوالي، د ژوند ګواښ او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو تجربه کړې ده. د متخصصانو په وینا، هغه افغان ماشومان چې بېسرپرسته بریتانیا ته تللي، د نورو افغان کډوالو په پرتله د رواني فشار، ژور خپګان او «پي ټي اېس ډي» ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.
د څېړنې مشره ډاکټره Rebecca Lane وایي، ډېری ځوانان له یوازیتوب، بېباورۍ او ټولنیزو اړیکو جوړولو ستونزو سره مخ دي. هغې ویلي چې رواني دردونه کله ناکله په جسمي دردونو هم بدلېږي او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمنوي.
څېړنه زیاتوي چې یو شمېر افغان ځوانان د خپل درد د کمولو لپاره ورزش، لمونځ او له ملګرو سره خبرې کاروي، خو ځینې نورو بیا الکول، دوا او حتی ځانځورونې ته مخه کړې ده.
سره له دې، څېړونکي وایي چې د ټولنیز ملاتړ او کورنیو سره د بیا یوځای کېدو له امله د ځینو ځوانانو وضعیت ښه شوی او د هیلو نښې لیدل کېږي.