دوشنبه, فبروري 16, 2026
Home+د جڼغوزیو یا جلغوزو ګټې | ډاکټر ش میره‌کی 

د جڼغوزیو یا جلغوزو ګټې | ډاکټر ش میره‌کی 

دا تقویه کوونکې او مغذي میوه په طبیعي شکل په غرونو کې را شنی کیږي، دا میوه موږ د هیوا له نامتو وچو میوو څخه شمیرل کیږي څه د پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې پریمانه پیدا کیږي.

جڼغوزي په پراخه پیمانه امینو اسیدونه او ګټور غیراشباع غوړ  لري او دا مزه داره میوه ډیرې ګټې بدن ته رسوي.

د جڼغوزیو غوړ د بدو کولسټرولو ضد دي، بدن کې د وینې شریانونه له هر ډول زیان څخه په امن کې ساتي اوهمدا علت ده څه د زړه له حملو څخه هم په امان کې پاتې کیږي.

جڼغوزي ویټامین A , E , D لري چې د پوستکی د روغتیا او سلامیتا لپاره او د سترګو د تقویې لپاره ګټور دي.

  نیاسین یا ویټامین B3موجود په جڼغوزیو کې د اعصابو او حافظه د تقویه  باعث کیږي. جڼغوزي د اوسپینه پهدرلودو د بدن ټولو سلولو او حجرو ته  اکسجن رسوي او  د حجراتو او سلولو د غښتلتیا سبب کیږي .

جڼغوزي ګرم طبیعت لري نو له همدې سببه هغه کسان چې ګرم او وچ مجاز لري باید په خوړو کې ورسره احتیاط وکړي. او هغه کسان چې سوړ مجازه دي هغه ته نور هم ګټور دي. دا میوه د ځیګر لپاره هم ډیر ګټور دي  او د وینېتری ګلیسیراید ( وازده ) هم ښکته کوي .

جلغوزي د ښو غوړو او فایبر څخه هم غني ده او له دې کبله اشتها کموي او د بدن وزن ورسره کمیږي او قبضیت هم نه کیږي.

د جڼغوزیو درملیز خاصیت 

جڼغوزي د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، بدن ته روغتیايي مرسته کوي ، جلغوزي ټول بدن تقویه کوي .

که څوک له بې خوبۍ څخه کړیږي جڼغوزې ورته ښه درمل دي ځکه ډیر مګنیزیم لري.

د وینې فشار تل نورمال ساتي ځکه په پراخه پیمانه منګینزیم او پتاسم لري، عضلات پیاوړي کوي او عضلاتي دردونه هم تسکین کوي، اندیښنه او د بدن سنړیا او کسالت له منځه وړي.

د مثانې ډبره هم له منځه وړي.

 هغه کسان چې سوړ مجاز لري او چنسي ستونزه لری، د جلغوزیو  خوړل ورته توصیه کیږي او ستونزه یې حل کیږي.

جڼغوزي د مغز د لا پیاوړتیا او تقويې سبب کیږي.

هغه وګړي څه د سپرم  کمښت ولرئ لدې جادوي میوه څخه د ګټه واخلي .

جڼغوزي د پوستکي لپاره ښه درمل دي که غواړي پوستکی مو ښکلی شي جڼغوزي نرم کړي او په مخ مو ووهي او یوساعت بعد په شیرګرمو اوبو یې پریمنځي .

که څوک د ځیګر ستونزه لرئ جڼغوزي   دې په سرکه کې لامدی کړي او هره ورځ دې وخوري .

یادونه : په خوړولو کې زیات افراط هم مه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...