دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeمقالېماته | عبدالسمیع واحدي

ماته | عبدالسمیع واحدي

د یوې ټاکل شوي موخي نه پوره کول یا خپلو ټاکل شوو اهدافو ته نه رسیدل او یا هم د یوې ټاکل شوې موخې لپاره د انجام شوي کار څخه د تمي خلاف منفي نتیحه تر لاسه کول ماته یا شکست بلل کیږي.
د اسلام د دین له مخي د الله تعالی د فرامین او اوامرو څخه سرغړونه ماته یا شکست دی.
بریا یا کامیابي یو حالت لري خو ماته درې حالته  لري
1.  حالت دادی چي د یو انجام شوي کار نتیجه زمونږ د تمي خلاف وي مثلا غواړو چي د پوهنتون په یو امتحان کی سل یا پوره نمري تر لاسه کړو خو نه توانیږو او یواخي اویا نمری تر لاسه کولاي شو دا ماته ده.
2. دویم حالت دادی چي ټاکل شوي موخي ته ونه رسیږو فرضا د مکتب په ازموینه کي د یو مضمون د کامیابۍ نمري څلویښت وي او پوره نومرې سل خو مونږ پکي یواځي ۳۰ نومرې تر لاسه کړو.
3. دریم حالت دا دی چي اهداف او موخي غلط ټاکل شوي وي مثلا یو متعلم د بیولوژي د ازمویني دپاره آمادګي ونیسي خو کله چي ښوونځي ته ځی ګوري چي د فزیک ازموینه لری او باید د فزیک امتحان ورکړي دا بیا سخته نه جبرانیدونکي ماته ده.
شکست د فلسفي علم له مخي:
په فلسفی علومو کي ماته یو ژور تحلیلی حالت او یا مفهوم ته اشاره کوي  چي له مختلفو لورو څخه څیړل کیږي که چیرته یو باور .غلظ ثابت شي یا استدلال کمزوری وی او یا هم یوه دعوی کافی عقلی توجیه ونلري دا معرفتی ماته ګڼل کیږي.
کله چی انسان د خپل اخلاقي مسولیت خلاف عمل وکړي دا بیا اخلاقی ماته ګڼل کیږي.
 د هیګل له نظزه ماته پآي او د یوی ټاکل شوي موخي آخر نه دی بلکه دا  د تکامل برخه ده چي دیالیکتیکي ماته ګڼل کیږي.
  د اګزیستانسیالزم د علم له نظره له مسولیت څخه تیښته یا د خپل هویئت څخه انکار شکست یا ماته بلل کیږي
 مارکس باور درلود جي ناکامي د اقتصادي نظام او طبقاتي نا برابرۍ په نتیجه کي رامنځته کیږي.
ماته په ټولنپوهنه کي:
ټولنپوهني د علم په اساس د افرادو ناکامي د ټولنيزو شرایطو لکه بیوزلي،تعلیمي نابرابري، تبیض او ټولنه کي د محدودو فرصتونوپایله وي.
د بی نظمۍ په تیوري کي امیل دورکیم به ویل کله چي په ټولنه کي  ټولو افرادو ته مساوي وسایل نه وي برابر او د هدفونو د ترلاسه کولو مشروع لاري نه وي موجود  خلک د ناکامی احساس  کوی.
د کلتوري ارزښتونو په برخه کي ماته یا شکست په هره ټولنه کي بیل او جلا تعریف کیږي په ځیني کلتورنوکي ماته د زده کړي او تکامل وسیله ګڼل کیږي خو ځینو نورو ټولنو کي د ماتي وخت کي د شرم او حقارت  احساس ورکول کیږي.
په نظامي برخه کي ماته:
په پوځي او نظامي برخه کي ماته د نظامي موخو نه ترلاسه کول، سیاسي اهدافو ته نه رسیدل، د انګیزي دلاسه ورکول شکست ګڼل کیږي، پوځی برخه کي ماته  ستراتیژیک، تاکتیکي او رواني مفهوم لري.
ستراتیژیکه ماته: کله چي جګړه کي ښکیل لوري څخه د یو طرف واک پآي ته ورسیږي او پوځ يي نابود شي دا ستراتیژیکه ماته ګڼل کیږي.
تاکتیکي ماته: کله چي پوځ په یو ځانګړي جګړه یا عملیاتو کي مات شي خو ټوله جګړه يی نه وي بایللي او جنګ ته دوام ورکولي شي دا تاکتیکي ماته ورته ویل کیږي.
رواني ماته: چی کله پوځ فزیکي ځواک لري خو مورال يي بایللی وي دا د پوځ دپاره رواني ماته بلل کیږي.
ټوله کي ماته او بریا د انسان د ژوند په مختلفو مرحلو کي حتمي آمر دی خو متمدن او ځیرک انسانان ماته په فرصت بدلوي او فرصت څخه د پرمختک دپآره کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...