تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ) په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت د رواني روغتیا د کړکېچ په اړه ځینې د اندېښنې وړ شمېرې خپرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تېر کال شاوخوا دوه میلیون کسانو د روحي ناروغیو، په ځانګړي ډول د اضطراب، د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. د وزارت د څرګندونو له مخې، د وروستیو کلونو د ارزونو او څېړنو پر بنسټ، د هېواد نژدې نیمايي نفوس د اضطراب له ستونزې سره مخامخ دی.
د وزارت ویاند کورنیو رسنیو ته ویلي چې حکومت هڅه کوي د روحي ناروغانو لپاره پاملرنه او خدمتونه برابر کړي، او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واک ته رسېدو راوروسته د روحي ناروغیو د سلاکارانو شمېر ۴۳۰ ته لوړ کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې که څه هم په پلازمېنه کابل کې د روحي ناروغیو یوازې یو ځانګړی روغتون شته، خو د هېواد په هر زون کې د رواني روغتیا ځانګړې څانګې فعاله دي.
راپورونه ښيي چې په وروستیو کلونو کې د روحي روغتیا په برخه کې تر ۲۰۰ زیات متخصصان فارغ شوي دي.
په درست هېواد کې ټولټال ۱۱۰۰ سلاکاران ګومارل شوي، چې نژدې ۳۰۰ یې ښځې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و:
«روحي روغتیا په افغانستان کې تر ټولو په بېړنیو خو له پامه غورځول شویو ستونزو کې شامله ده. د جګړو، طبیعي پېښو او بېځایه کېدو کلونو ژور روحي اغېزونه پرېښي دي، په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو چې له پاکستان او ایران څخه بېرته راستانه شوې دي.
اټکل کېږي چې له هر پنځو افغانانو یو تن له رواني ناروغۍ سره ژوند کوي، او تېر کال له نیمایي څخه زیاتې راستنې شوې کورنۍ د اضطراب، خپګان او یا له جګړې وروسته روحي فشار (PTSD) سره مخ وې. له دې بېړنۍ اړتیا سره سره، ولایتي روغتونونه او د لومړنیو روغتیایي خدمتونو مرکزونه لا هم د روحي روغتیا لازم خدمتونه نه لري، چې له امله یې د هېواد ډېر زیانمن خلک له پاملرنې بېبرخې پاتې کېږي.»
امریکا چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ پوځیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي، د افغانستان له جګړې د راغلیو پوځیانو د روحي ناروغیو په درملنه ملیاردونه ډالر لګولي. دا په داسي حال کې ده چې افغانانو نه یوازې له طالبانو سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف شل کلنه جګړه تېره کړې، د شوروي پوځ د یرغل په وړاندې لس کلنه جګړه او همداراز د تنظیمونو خپلمنځي جګړې هم لیدلي دي.