تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ) د متحده عربي اماراتو د جایدادونو یا پراپرټي بازار د نړۍ یو له ډېرو تودو بازارونو څخه دی او د افغانانو په شمول د نړۍ د بېلابېلاو هیوادونو اتباع هلته جایدادونه اخلي.
خو د جایداد (اپارتمان، کور او نور) د پېرلو په ترڅ کې ۷ سترې تېروتنې چې باید ویې نه کړئ، دلته وړاندې کېږي.
د یوې تازه سروې له مخې، سږ کال له هرو لسو کسانو نژدې اووه تنه د کور رانیولو نیت لري، خو متخصصان وايي چې بې له کافي تیاري دا شوق وروسته د مایوسۍ سبب کېدای شي.
ماهران وايي چې د جایداد د پېرلو پر مهال تر ټولو عامه او لومړنۍ تېروتنه دا ده چې یو څوک د خپل مالي حالت له روښانولو پرته د جایداد لټون پیل کړي۔
د بانکونو په وینا، پېرېدونکي باید د جایداد له کتلو مخکې خپل شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنه مالي وضعیت روښانه کړی وي، څو پوه شي چې څومره نغدې پیسې (کیش ډاون) ورکولی شي او د کوم ډول مورګیج (پور) وړتیا لري۔ که داسې ونه شي، پېرېدونکی له یوې کور یا اپارتمان سره احساساتي تړاو پیدا کوي او وروسته د بانک له لوري د پور د نه منظورېدو په صورت کې له ستونزو سره مخامخ کېږي۔
دوهمه لویه تېروتنه د پټو لګښتونو له پامه غورځول دي. په دې تادیاتو کې د ډاون پېمنټ (هغه پیسې چې اخیستونکی یې باید په بیل کې ورکړي) تر څنګ د راجسټرکېدو فیس، د بانک د ارزونې چارجونه، د ایجنټ کمېشن، د ټرسټ فیس او د جوړوونکې کپنۍ (ډوېلپر) د نه اعتراض تصدیق (نو آبجکشن سرټیفکېټ) فیس شامل دي، چې دا ټول د جادیداد د بیې شاوخوا ۷ تر ۸ سلنه جوړوي.
درېیمه ستونزه د سروس چارج او د ساتنې لګښتونو ته نه پاملرنه ده۔ د کور/ اپارتمان بیه یوازې پیل دی؛ وروسته د ساتنې او خدماتو میاشتني فیسونه کولی شي د پېرېدونکي پر بودجې فشار واچوي.
څلورمه غلط فهمي دا ده چې بانک به د جایداد ټوله بیه ورکړي۔ په حقیقت کې ډېری بهرني پېرېدونکي یوازې ۷۰ تر ۸۰ سلنه پورې مالي مرسته ترلاسه کوي، پاتې پیسې او ټول فیسونه باید پېرېدونکی پخپله ورکړي.
پنځمه تېروتنه دا ده چې د مورګیج (د بانک پور) میاشتنی قسط له کرایې سره برابر وګڼل شي۔ که څه هم قسط ښايي د کرایې په اندازه ښکاره شي، خو د سود کچه، د سروس چارجونه، بیمه او نور اوږدمهاله لګښتونه هم باید په حساب کې ونیول شي.
شپږمه تېروتنه د اسنادو په چمتووالي کې نیمګړتیا ده. ډېر پېرېدونکي د مهمو اسنادو د نشتوالي یا د بانک د شرطونو د نه پوره کولو له امله د پېرلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي. د فورمونو او نه اعتراض تصدیق (نو آبجکشن سرټیفکېټ) نشتوالی یا د جایداد د ملکیت په اسنادو کې تضاد کولی شي جدي ستونزې جوړې کړي.
اوومه ستونزه د مخکې تر مخکې تایید (پري اپروول) له پامه غورځول دي. نژدې ۱۵ تر ۲۰ سلنه پېرېدونکي د پري اپروول پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي، لکه کم یا ناثابت عاید، شخصي پورونه، د کار لنډ تاریخ یا نیمګړي اسناد. د خپلواکو کارکوونکو یا تازه مېشتو پېرېدونکو لپاره بانکونه لا سخت شرایط وضع کوي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د جایداد له کتلو مخکې دې د دې مهم کار هر اړخ ته بشپړه پاملرنه وشي: خپل مالي وضعیت او پري اپروول بشپړ کړئ، پټ فیسونه حساب کړئ، د سروس چارج او ساتنې لګښتونه درک کړئ او د ټولو اسنادو چمتووالی یقیني کړئ. دا کار هم وخت او هم پیسې سپموي، د جایداد د پېرلو بهیر اسانه کوي او له شدید ذهني فشار څخه مو ژغوري.