جمعه, فبروري 20, 2026
Homeخبرونهوټس اپ د کمپیوټر له لارې ویډیو او اډیو خبرې ممکنې کړې

وټس اپ د کمپیوټر له لارې ویډیو او اډیو خبرې ممکنې کړې

تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ) د وټس‌اپ کاروونکي اوس کولی شي د کمپیوټر له ویب براوزر څخه په مستقیم ډول غږیز (آډیو) او تصویري (وېډیو) زنګونه ووهي.

میټا کمپنۍ چې د فیسبوک او انسټاګرام ترڅنګ وټس اپ هم ورپورې تړلي دي، پر دې ځانګړنې له ډېرې مودې راهیسې کار کاوه.

تر دې مخکې، په وټس‌اپ کې زنګونه یوازې د موبایل اپلېکېشن یا ډیسکټاپ اپ له لارې ممکن و، خو اوس کاروونکي کولای شي له کوم اضافي اپ پرته، په مستقیم ډول د وېب براوزر له لارې زنګ ووهي. دا ځانګړنه دا مهال یوازې د یو پر یو (ون آن ون) چټونو لپاره ممکنه ده.

کاروونکي کولی شي هر چټ پرانیزي او د پورته لوري د زنګ پر نښه (کال آیکن) کلیک وکړي، چې ورسره د آډیو او وېډیو زنګونو انتخابونه ښکاره کېږي.

د یادونې ده چې د وېب له لارې کېدونکي زنګونه هم د اینډ ټو اینډ انکرېپشن له لارې خوندي دي او د دې لپاره به د سیګنال پروتوکول کارول کېږي. سربېره پر دې، د وټس‌اپ د وېب په نسخې کې د سکرین شریکولو ځانګړنه هم شته، چې له امله به یې ناستې او پریزنټېشنونه لا اغېزمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد سنګروال اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» چاپ شو

د استاد شهسوار سنګروال لیکل شوی اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» د معاصر افغانستان د سیاسي تاریخ یوه ژوره او څېړنیزه هنداره ده، چې...