جمعه, فبروري 20, 2026
Homeخبرونهد پنجاب حکومت وايي، د کډوالو پر ضد یې اقدامات سخت کړي

د پنجاب حکومت وايي، د کډوالو پر ضد یې اقدامات سخت کړي

تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ)  د پنجاب د کورنیو چارو ریاست په دې صوبه کې د بهرنیو اتباعو پر ضد عملیات نور هم سخت کړي دي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د یاد ریاست د بهرنیو اتباعو د امنیت څانګې د فدرالي حکومت د بېرته ستنولو د پالیسۍ له مخې په ټوله صوبه کې عملي اقدامات روان ساتلي دي.

د کورنیو چارو ریاست ویاند ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستانه نژدې دوه میلیونه افغان اتباع بېرته ستانه شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۱۵۰ زره تنه یوازې له پنجاب څخه ایستل شوي دي. د هغه په وینا، دا شمېرې د پنجاب حکومت د اغېزمنې ستراتیژۍ او فعاله اداري تدابیرو څرګندونه کوي.

د پاکستان د حکومت د پالیسۍ له مخې، ټول هغه افغان اتباع چې په هېواد کې له معتبرې ویزې پرته اوسي، ناقانونه ګڼل کېږي.

 چارواکو بیا ټینګار کړی چې یوازې هغه کسان په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه لري چې قانوني ویزه ولري، او نور باید خپل هېواد ته ستانه شي،

خو دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر افغانان شکایت کوي چې د قانوني وېزې له لرلو سره سره ځورول کېږي او وېزه یې په اسانه نه تمدید کېږي.

د پنجاب د حکومت ویاند زیاته کړه چې دا مهال په پنجاب کې ۳۷ موقتي ساتنځي فعال دي، چې هلته ۶۹ افغان اتباع د اسنادو د بشپړولو او بېرته ستنېدو تر بهیر پورې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....