Homeخبرونهپه کابل او ختیځو ولایتونو کې د زلزلې شدید ټکانونه احساس شول

په کابل او ختیځو ولایتونو کې د زلزلې شدید ټکانونه احساس شول

تاند (جمعه، د کب/ حوت لومړۍ) څو شېبې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې یوه نسبتاً زوروه زلزله وشوه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۷ و.

د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې مرکز ویلي چې د دې زلزلې مرکز د پنجشېر ولایت مرکز بازارک ته نژدې و.

د زلزلې مرکز تر مځکې ۸۷ کیلومتره لاندې اټکل شوی دی. خو څو شېبې وروسته به د زلزلې دقیق مرکز او شدت څرګند شي.

د فرانس پریس خبریال وايي چې په پلازمېنه کابل او ننګرهار ولایت کې د دې زلزلې شدید ټکانونه احساس شوي دي.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۸ ښوولی دی.

دې زلزلې د افغانستان د پنجشېر، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کونړ، بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، کابل، پروان، غزني، دایکنډي، وردک او څو نورو ولایتونو ترڅنګ خیبرپښتونخوا هم لړزولې ده.

په کابل او پېښور کې د زلزلې ټکانونه دومره سخت وو چې خلک په ویره له کورونو راووتل.

زلزله د افغانستان په وخت د ماښام په ۵ بجې او ۴۰ دقیقې وشوه.

تراوسه د دې زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...