جمعه, فبروري 20, 2026
Home+د افغان ښځو نړیوالې جایزې؛ د حقونو دفاع که د ارزښتونو ټکر؟

د افغان ښځو نړیوالې جایزې؛ د حقونو دفاع که د ارزښتونو ټکر؟

مریم علي خان

په تېرو څو کلونو کې یو شمېر نړیوالو سازمانونو افغان ښځو ته د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ په برخو کې بېلابېلې جایزې ورکړي دي. د دغو جایزو ورکړه د کور دننه او بهر له بېلابېلو غبرګونونو سره مل وه. نیوکه کوونکي وايي چې ځینې دغه مېرمنې د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف کړنې لري او یا یې هم د افغانانو لپاره کوم بنسټیز او عملي کار یې نه دی کړی. د بېلګې په توګه؛ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جنیوا په ۱۸مه کلنۍ سرمشریزه کې، آغلې مرضیه حمیدي ته د ښځو د حقونو په برخه کې جایزه ورکړل شوه. د دې جایزې په غبرګون کې یو شمېر افغانانو د هغې پر پوښاک او پخوانیو ویناوو نیوکې وکړې وایې  چې نوموړې د افغان مېرمنو واقعي استازولي نه شي کولی.

خو پوښتنه دا ده چې د دغو جایزو تر شا اصلي موخې څه دي؟

باید وویل شي چې د بشري حقونو مدافعینو ته د جایزو ورکول یوازې د ستاینې اړخ نه لري، بلکې دا په نړیوالو رسنیو کې د افغان ښځو د محرومیت موضوع ژوندۍ ساتي. دا سټیجونه نړۍ ته وریادوي چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له زده کړو او عامه ژوند څخه محرومې دي. په حقیقت کې، دا جایزې د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې د غږ پورته کولو یوه وسیله ده.

د کاندیدانو د غوره کولو معیارونه:

نړیوال بنسټونه د هیواد قانون اوشخصې لیدلوری پر بنسټ محتلف معیارونه لري. خو په ټوله کې ډیری وخت کاندیدان د هغوی د اغیزمنتوب، نوښت، د ستونزې حللار موندل،  زړورتیا او د هماغه سازمان له لیدلوري او ارزښتونو سره د نږدېوالي له مخې ټاکل کیږي. دلته ډېر کله دا په پام کې نه نیول کیږي چې دغه ارزښتونه د افغانستان له کلتوري او شرعي معیارونو سره څومره برابری لري، چې همدغه ټکی د ټولنیز ټکر لامل کیږي. کله یو بنسټ ښایی دې ته ډیر پام وکې چې د دغه کس غږ یا فعالیت په نړیواله کچه د افغان ښځو د محرومیت موضوع توده ساتلې ده. یا هم  دغه کس په داسې شرایطو کې غږ پورته کړی چې ژوند یې له خطر سره مخ و او یا هم دا چې هر سازمان خپل “لیبرال” یا “ډیموکراټیک” ارزښتونه لري؛ نو دوی هغه څوک غوره کوي چې کړنه او باور یې د هغوی د فکر او منشور سره نږدې وي.

د بېلابېلو خواوو ګډون خورا مهم دی

 ښاري او کلیوالي، مذهبي او سیکولر، د هېواد دننه که بهر؛ هېڅ یوه ډله په یوازې ځان د ټولو افغانانو او ښځو استازیتوب نه شي کولی. دوی د خپلو فعالیتونو او ویناوو پر بنسټ یو نړیوال سټېج ته لار پیدا کوي. کله چې استازیتوب د ټولنې د واقعي انځور پر بنسټ وي، نو په ولس کې یې منل هم ډیریږي.

که موږ تلپاتې بدلون غواړو، نو حرکت باید پر افغاني هویت ولاړ وي. د ښځو زده کړه او ټولنیز فعالیت کومه “بهرنۍ مفکوره” نه ده، بلکې دا زموږ په تاریخ، کلتور او اسلامي اصولو کې ریښې لري. کله چې حقوق زموږ د خپلو ارزښتونو په رڼا کې بیان شي، نو ټولنه یې په اسانۍ مني. د ښځو حقونه باید د «سنتي» او «مډرن» ترمنځ د جګړې قرباني نه شي، ځکه دا یوه انساني او ملي موضوع ده.

دا یو حقیقت دی چې یوازې جایزې او ویناګانې د نجونو د ښوونځیو دروازې نه شي پرانیستلی. سمبولیک کارونه د حل لاره نه ده؛ رښتینی بدلون ستراتیژیک پلان، یووالي او د هیواد دننه واقعیتونو درک کولو ته اړتیا لري.

 پرمختګ یوازې هغه وخت ممکنه ده چې افغان نارینه او ښځینه په ګډه، په خپلو ارزښتونو ولاړ وي، او د ټولو لپاره د عزت او فرصت شریک لیدلوري لپاره کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....