Homeخبرونهایراني چارواکي وایي: پر پوله بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي

ایراني چارواکي وایي: پر پوله بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي

تاند (جمعه د کب – حوت لومړۍ) ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي دغه خبر رسنیو سره شریک کړی دی.

نوموړي ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې وو.

شجاع په دې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا هم لا معلومه نه ده چې، ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.

د چارواکو د مالوماتو له مخې سره له دې چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله امنیت سخت شوی، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی.

ایراني ځواکونو یوځل بیا افغانانو ته خبرداری ورکړی چې، ایران ته ناقانونه راتګ ته زړه ښه نه کړي او که راشي نو دوی به د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې کلک اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...