تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۹مه) د غور د فوټسال غوره لیګ سیالۍ، نن چهارشنبه د ارین سکلېټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې پیل شوې وې چې، ۸ لوبډلو په کې ګډون کړی وو.
د دې فوټسال سیالۍ وروستۍ لوبه د د ارین سکلېټ لوبډلې او اتل اتحاد بادګاه لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په کې ارین لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په دغو سیالیو کې د اتحاد بادګاه او اتحاد لوبډلو په ترتیب سره دوهم او دریم مقام خپل کړ.
د غور د فوټبال فدراسیون مشر جان محمد حیدري ویلي چې، د اتحاد بادګاه ټیم څخه رامین د ګول وهونکي په توګه، او د ارین سکلېټ لوبډلې څخه فرهاد ظفري د غوره لوبغاړي په توګه او د دې لوبډلې څخه امانالله د دې سیالۍ د غوره ګول ساتونکي په توګه وټاکل شول.
حیدري زیاته کړه چې د دې سیالیو په پای کې یې غوره لوبډلې ستایلې هم دي.