چهارشنبه, فبروري 18, 2026
Homeخبرونهمسوولان: ایران سره د راتلونکي کال لپاره د برښنا د پېرلو قرارداد...

مسوولان: ایران سره د راتلونکي کال لپاره د برښنا د پېرلو قرارداد وغځېده

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۹مه) د افغانستان برښنا شرکت اجرایوي ریس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال لپاره هم له ایراني لوري سره د برښنا د پېرلو د تمدید قرارداد لاسلیک کړ.

برښنا شرکت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، دا سفر د ایران اسلامي جمهوریت د برښنا مدیریت، لېږد او وېش شرکت (توانیر) په بلنه شوی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د برښنا شرکت پلاوي د ایران په پلازمینه تهران کې د برښنا د لېږد د زیربنا د پراختیا او له ایران څخه افغانستان ته د وارد شوي برښنا د پېرلو په اړه په ګډه دوه اړخیزه غونډه کې هر اړخیز بحث هم کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې، د طالبانو د حکومت د برښنا شرکت مشرتابه د ګاونډیو برښنا صادرونکو هېوادونو سره د غونډو په ترسره کولو سره همکاري او ګډې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې او پیاوړې کړې دي.

د سرچینې په وینا د دې ښو اړیکو په پایله کې د وارداتي برښنا په مختلفو سکتورونو کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...