Home+د چين پسرلنی اختر او هنري ننداره | جان روان ځاځی

د چين پسرلنی اختر او هنري ننداره | جان روان ځاځی

د نړۍ د هر ملت او قوم د کلتور او تمدن بنسټ د همغوی د کلتوري ميراثونو پر ستنو ولاړ وي، چې دغه ميراثونه يې نه يوازې د دوی تېر دودونه، فکرونه او هنرونه منعکسوي، بلکې د راتلونکي هویت او وياړ ژوندۍ سرچينې يې هم دي. هر هېواد خپله فرهنګي نړۍ لري او د خپلو دودونو او رواجونو ساتنه کوي او خورېدو ته یې زمينه برابروي. که څوک غواړي، د يوه هېواد په اړه مالومات ولري، نو اړينه ده، چې د خلکو له کلتور سره یې اشنايي پيدا کړي او ژبه یې زده او له فولکلور او دودونو یې خبر شي.

چين یو لوی هېواد دی او ځانګړي دودونه او هنرونه لري، نو يو يا څو کسانو ته به ګرانه وي، چې له هرې برخې سره یې اشنايي پيدا او په اړه یې مالومات ولري.

د چين د پسرلني اختر هنري ننداره د ډېرو دودونو او هنرونو ګډوله بلل کېږي او د نورو هېوادونو خلک یې په اسانۍ له هنرونو سره اشنا کېدلی شي.

پسرلنی اختر په چين کې تر ټولو لوی او مهم اختر دی، چې په وياړ يې په ټول هېواد کې يوه اونۍ رخصتي وي او هر وګړی یې هڅه کوي، چې دغه اختر له خپلې کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره یو ځای ولمانځي.

دغه اختر د ختيځې اسیا په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته او خلک يې راتلو ته شپې او ورځې شمېري.

د روان ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه د کرنيز اس کال له لومړۍ ورځې یا پسرلني اختر سره برابره وه.

سي اېم جي د هر کرنيز کال په وروستۍ شپه هنري ننداره ترسره کوي او په سبا یې د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ يا پسرلنی اختر وي. سږنۍ یې د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې د بېجينګ پر وخت د شپې په اتو بجو په ژوندۍ بڼه خپره شوه، چې په ګردې نړۍ کې به د هنر مينوالو پر ټولنيزو رسنيو او يا د ټلويزيونونو پر ښېښو ننداره او هنري تنده به یې پرې ماته کړې وي.

سږنۍ ننداره د سي جي ټي اېن د انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي په شمول د ۸۵ ژبو پر تلويزيوني چينالونو او انټرنېټي ډګرونو خپره شوې او د نړۍ د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کابو ۳۳۰۰ خبري رسنيو د هنر تر مينوالو رسولې ده.

 د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره يو هنري ډګر دی، چې د چين د بېلا بېلو سیمو د خلکو په خوښه پکې هنري پروګرامونه وړاندې کېږي او نارينه، ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان پکې د خپلې خوښې پروګرامونه ګوري او خوندونه ترې اخلي.

د سي اېم جي د پسرلني اختر هنري ننداره په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتونکي لري، چې په چيني ژبه کې ورته چون جيې ليان هوان وان هوی (春节联欢晚会) يا چون وان (春晚) وايي، چې دا د هنري نندارې مانا ورکوي. دا يوه هنري ننداره ده، خو ترڅنګ يې د چين د اقتصادي پرمختګ، علمي او ټېکنالوژيکي ودې، رنګارنګ فرهنګونو او سوکالۍ ښکارندويي هم کوي.

 دغه هنري ننداره د چينايانو لپاره يوه لویه کلتوري مېله ده، چې د نړۍ په هر هېواد کې مېشت چينايان او چیني الاصله بهرنيان يې ګوري او هم نړۍ ته د چيني کلتور او دوديز پسرلني اختر د ورپېژندلو کړکۍ بلل کيږي.

دغه هنري ننداره په لومړي ځل ۱۹۸۳م کال کې ترسره شوې او همغه وخت راهيسې هر کال له يو لړ بدلونونو سره ترسره کېږي.

د دغې نندارې د پروګرامونو محتويات او تخنیکونه د چین په ټلويزیوني هنري پروګرامونو کې تر ټولو لوړه سویه لري او د سندرو، نڅاوو، ټوکو ټکالو، تمثیلي ټوټو، چيني اوپېراګانو، وو شو يا کونګفو، جاودګرۍ، اکروباتيک، ميوزيک ډرامو او  لنډو فلمونو په ګډون ډول ډول پروګرامونه پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

چينايانو به پخوا وختونو کې د پسرلني اختر په شپه دوديزې اورلوبې او نندارې ترسره کولې او اوس هم په کليوالو سیمو کې دغه لرغونی دود پالي، خو په ښارونو کې يې لمانځنه لږ څه توپیر لري او د وخت په تېرېدو سره یې بدلونونه موندلي دي. د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په نړۍ کې د نورو نندارو په پرتله ډېر کتونکي لري، چې د ګېنس نړیوالو ريکارډونو کتاب کې يې هم نوم لیکل شوی دی. پسرلنی اختر بیا د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د غيرمادي کولتوري ميراثونو په لېست کې شامل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب