تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) پاکستاني رسیو نن د دولتي سرچینو په قول وویل په خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۳ امنیتي سرتېري او ۳ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، پولیسو، ځانګړي ځواک او د خیبرپښتونخوا سيټيډي (CTD) د کبل ګرام په سختو غرنیو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پر ضد ګډ عملیات ترسره کړل.
سرچینې وايي، په دې عملیاتو کې د ټي ټي پي یو مشر نور اسلام هم وژل شوی چې د هغه پر سر ۵۰ لکه روپۍ انعام ټاکل شوی و. د عملیاتو پر مهال یو بل وسله وال مخکې تر دې چې ژوندی ونیول شي ځان ته چاودنه ورکړه.
پاکستاني رسنیو د درېیم وژل شوي وسله وال مخالف یادونه نه ده کړې.
په سختو ډزو کې درې پولیس ووژل شول چې مقبول احمد، فدا حسین او سعیدالرحمان نومېدل.
امنیتي چارواکو ویلي چې دا عملیات د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره یوه مهمه بریا ده.
تر دې یوه ورځ مخکې (پرون – دوشنبې) د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالي کې د پولیسو یوه مرکز ته څېرمه پهخ چاودنه کې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.