Homeمقالېمصنوعي دولت، دوامدار بحران‎

مصنوعي دولت، دوامدار بحران‎

بصیر عاصم

په نړیوال سیاست کې دا یو منل شوی اصل دی چې ستراتیژیکې پرېکړې هغه مهال پایدارې او اغېزمنې وي چې د واقعیت‌پېژندنې، عقلانیت او اوږدمهاله ملي ګټو پر بنسټ ولاړې وي. ازاد دولتونه، د خپل سیاسي جوړښت له امله، معمولاً د تصمیم‌نیونې پر مهال د احتمالي پایلو ارزونه کوي، تاریخي تجربې په پام کې نیسي، او د زیان او ګټې ترمنځ توازن سنجوي. له همدې امله، د هغوی د بهرني سیاست وړاندوینه او تحلیل تر ډېره ممکن او باوري وي.
خو د نړۍ سیاسي نقشه یوازې له داسې دولتونو جوړه نه ده. ځینې هېوادونه شته چې د خپل تاسیس له لومړۍ ورځې یې د عقلاني دولت‌ جوړونې له مسیر څخه اوښتي دي. دا دولتونه نه یوازې له خپلو تاریخي ناکامیو څخه زده کړه نه کوي، بلکې ماتې په ویاړ، او ستراتېژیکې تېروتنې په ملي افسانو بدلوي. پاکستان د همدې ډول سیاسي جوړښت یو څرګند مثال دی.

پاکستان د استعمار له زېږنده دولتونو څخه دی؛ داسې دولت چې د واقعي ملي اجماع، تاریخي تسلسل او باثباته سیاسي هویت پر ځای، د استعماري محاسبې د یوې اړتیا په توګه رامنځته شو. همدا مصنوعي زېږون د دې لامل شو چې دغه هېواد له لومړي سره د امنیتي پارونیا، دښمن‌محوره تفکر، او د تلپاتې قرباني‌ذهنیت ښکار شي. د دې ذهني جوړښت پایله دا شوه چې سیاسي او نظامي ناکامۍ یې تل د محاسبې پر ځای د ویاړ او غرور برخه وګرزي.
پر هند جګړې، پرله‌پسې ماتې، د بنګله‌دېش جلا کېدل، او د ۱۹۷۱ کال تاریخي تسلیمېدنه چې په کې لسګونه زره پاکستاني پوځیان اسیر شول، په منطقي دولتونو کې به د ژورې ځان‌کتنې، نظامي اصلاح او سیاسي تجدید لامل شوې وای؛ خو په پاکستان کې دا پېښې د ملي غرور د تحریف‌شوي روایت برخه وګرځېدې. دا په دې مانا ده چې ددغه منصوعي هیواد حاکمیت لا هم د تاریخي واقعیت سره د مخامخ کېدو یا خو وړتیا نه لري یا نه غواړي په شعوري توګه یې ومنې.

د پاکستان ستره ستراتېژیکه ستونزه دا ده چې ځان د سیمې د واقعي قدرتونو سره پرتله کوي، خو د خپلو واقعي ظرفیتونو ارزونه نه کوي.

د هند سره په دښمنۍ کې چې د پاکستان څخه څو برابره قوي اقتصاد، نړیوال نفوذ او نظامي توان لري، د سیالۍ په میدان کې بنګلدیش د لاسه ورکړ خو لا هم يې د هندي کشمیر د ملکیت دعوه ساتلې ده، او داچې د افغانستان په څېر هېواد د کنټرول او مهار خیالونه هم تعقیبوي د پاکستاني رژیم  د سیاسي تفکر د بحران نښه او د سیاسي واقعیتونه څخه د دوی بېګانتوب یو مطلق تصور ښيي.

له بلې خوا، د پاکستان بهرنی سیاست د خپلواک ملي تصمیم پر ځای، تر ډېره د نړیوالو قدرتونو د اړتیاوو تابع پاتې شوی دی. د سړې جګړې پر مهال، دغه هېواد د لوېدیځ د ستراتېژیک کمربند برخه وه؛ وروسته د سیمې د مدیریت یوه وسیله وګرځېد؛ او نن د نړیوالو معادلو له بدلون سره، ارزښت یې هم نسبي او مشروط شوی دی. د همدې دلیل په اساس، د پاکستان د بهرني سیاست اوږدمهاله وړاندوینه ستونزمنه ده، ځکه دا سیاست د اصولو پر ځای د موقتي معاملاتو تابع دی.

په تاریخي لحاظ، هر هغه دولت چې خپله بقا د نورو په اراده وتړي، د سیاسي ثبات له نعمت څخه بې‌برخې پاتې کېږي. پاکستان هم تر ننه د خپل داخلي انسجام، اقتصادي ځان‌بسیاینې او واقعي ملي هویت په جوړولو کې ناکام پاتې شوی، ځکه تمرکز یې تل پر بهرنیو مداخلاتو، مصنوعي امنیتي بحرانونو او سترو قدرتونو ته د امر په تمه وي.
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دښمنانه سیاست باید د همدې تاریخي چوکاټ په رڼا کې تحلیل شي. دا د لنډمهاله واکمنیو یا مقطعي حالاتو ستونزه نه ده، بلکې د هغه دولت د جوړښتي بحران انعکاس دی چې له پیل څخه یې خپل مشروعیت د مقابل لوري په کمزورۍ کې لټولی دی.

تاریخ ښيي چې مصنوعي دولتونه د بحران په تولید ژوندي پاتې کېږي، خو ملتونه د مقاومت، حافظې او زمانې په وسیله بقا تضمینوي. سیمه به هغه مهال د ثبات پر لور حرکت وکړي چې د مداخلې، فریب او نیابتي سیاستونو پر ځای، د متقابل درناوي او واقعي هم‌زیست سیاست ومنل شي. تر هغې پورې، بحران به د بحران زېږوونکو پر لمنه بار وي نه د هغو پر اوږو چې د تاریخ ازموینې یې وار له مخه تېرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...