Homeخبرونهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او د ملکي کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل «سخت او جدي» اعتراض ورته سپارلی دی.

د اعلامیې له مخې، د پاکستان پوځ د سې‌شنبې په شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ځینو سیمو کې یې ملکي کورونه بمباري کړي دي.

د اسلامي امارت په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری سړی وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلامي امارت دا برید او د بشري حقونو دا سرغړونه د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي. وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع او د خلکو د امنیت ساتنه یې شرعي مسوولیت دی.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان باید د نیابتي سیاستونو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې څلور هدفونه له منځه وړي دي او ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه بریدونه په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په ځواب کې ترسره شوي او د سرحدي سیمو هغه پټنځایونه او مرکزونه یې په نښه کړي چې د ده په وینا وسله‌وال ترې کار اخلي. هغه زیاته کړه چې په ویشتل شویو ځایونو کې یو روزنیز مرکز او د مهماتو یوه زېرمه هم شامل وو.

تارړ وویل: «پاکستان تل په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو هڅه کړې، خو د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ادعا په ځواب کې ویلي: «څنګه ممکنه ده چې په یوه هېواد کې د ماشومانو او ښځو وژنه د بل هېواد د امنیت د تأمین په معنا وي؟»

د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د پاکستان پوځ به د دغو پرله‌پسې او پاروونکو اقداماتو د ټولو پایلو بشپړ مسوولیت پر غاړه ولري.

داسي ښکاري چې پاکستان دا بریدونه د دې لپاره کړي وي چې په کشمیر کې له پراخو اعتراضونو او د سلګونو کسانو له مرګ ژوبلو پام په بله واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب