Homeخبرونهروسیه: د شانګهای همکارۍ سازمان پکار ده چې د افغانستان د تماس...

روسیه: د شانګهای همکارۍ سازمان پکار ده چې د افغانستان د تماس بیا فعاله شي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف، ویلي چې مسکو د افغانستان لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د تماس ډلې بیا فعالول ضروري ګڼي.

د نوموړي په وینا، د سازمان ډېری غړي هېوادونه د دې دریځ ملاتړ کوي.

 هغه زیاته کړه چې روسیه له طالبانو سره دوامدارې اړیکې لري او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د دغو اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.

حکیموف د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د تماس ډله چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې وه، باید خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

 هغه وویل چې د دې میکانېزم د بیا فعالولو په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ یو ډول اجماع رامنځته شوې ده.

خو نوموړي یادونه وکړه چې د دې طرحې عملي کېدا ځینې ستونزې هم لري، ځکه د سازمان ټول غړي هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

هغه د تېر کال په سپټمبر کې د تاجکستان په نوښت د دوشنبې په ښار کې د افغانستان په اړه د مشورتي غونډې یادونه وکړه او ویې ویل چې د تماس ډلې د بیا فعالولو د امکان ارزونه د دې غونډې له مهمو پایلو څخه وه.

له بلې خوا، د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې غړو هېوادونو د افغانستان د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت د افغانستان د تلپاتې ثبات یوازینۍ لار ده.

روسیه د تېر کال د جولای په ۳مه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې اداره یې په رسمیت وپېژندله.

سره له دې، د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې استازي د سازمان غونډو ته نه دي بللي. افغانستان پخوا په دې سازمان کې د څارونکي غړي حیثیت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب