Homeخبرونهپه امریکا کې د طالبانو پخوانی غړی حاجي نجیب‌الله په بند محکوم...

په امریکا کې د طالبانو پخوانی غړی حاجي نجیب‌الله په بند محکوم شو

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) په نیویارک کې یوې فدرالي محکمې د جون په نهمه د طالبانو پخوانی غړی حاجي نجیب‌الله د ترهګرۍ د ملاتړ او یرغمل نیولو د دسیسې په جرم په ۴۲ کاله بند محکوم کړ.

نجیب‌الله د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې اعتراف کړی و چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ کلونو پورې یې طالبانو ته وسلې او نور ملاتړ برابر کړی و، په داسې حال کې چې پوهېده دا به د امریکايي ځواکونو پر ضد وکارول شي.

د محکمې په ترڅ کې خبریال ډیویډ روډ هم حاضر و. هغه وویل نجیب‌الله په ۲۰۰۸ کال کې د ده، یو بل خبریال او موټرچلوونکي په تښتولو کې لاس درلود. نوموړي پر نجیب‌الله نیوکه وکړه چې لا هم د خپلو کړنو بشپړ مسوولیت نه مني.

روډ وویل یرغمل نیونه «ظالمانه جرم» دی او کورنۍ د میاشتو لپاره د خپلو عزیزانو د ژغورلو په هیله له سختو رواني کړاوونو سره مخامخ کېږي.

حاجي نجیب‌الله په محکمه کې له روډ او د هغه له کورنۍ بخښنه وغوښته او ویې ویل چې د خپلې ونډې له امله ژوره خواشینی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب