تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د کډوالو اوونۍ په مناسبت به په لندن کې وړیا نندارتون جوړ شي چې د افغان ښځو او نجونو تجربې، ستونزې او زغم به پکې نندارې ته وړاندې شي.
ټاکل شوې دا نندارتون د جون له ۱۲مې تر ۲۳مې پورې د ساوت وارک کاتیدرل په ودانۍ کې جوړ شي. په دې نندارتون کې به د انځورونو، شخصي کیسو او هنري اثارو له لارې د افغان ښځو ژوند ته کتنه وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې افغان ښځې د خپلو حقونو او ازادیو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو تر ټولو ډېر اغېزمنې شوې دي. نندارتون به د هغو ښځو ژوند انځور کړي چې لا هم په افغانستان کې تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي او هم د هغو افغان ښځو کیسې بیان کړي چې له بېځایه کېدو وروسته په بریتانیا کې خپل ژوند له سره جوړوي.
په نندارتون کې به د افغانې هنرمندې شمسیا حسني هنري اثار، د عکاسې Claudia Janke انځورونه او د نورو هنرمندانو بصري کیسې هم نندارې ته وړاندې شي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغان ښځې او نجونې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخامخ شوې دي. نجونې لا هم له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي، چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پرې سختې نیوکې کړي دي.
د ملګرو ملتونو وروستۍ ارزونې ښيي چې میلیونونه افغان ښځې او نجونې لا هم له سیستماتیک تبعیض او د خپلو بنسټیزو حقونو د محدودېدو له ستونزې سره مخامخ دي، او د مرستندویو ادارو په وینا، د ښځو په مشرۍ کورنۍ د هېواد له تر ټولو زیانګالو قشرونو څخه دي.