که د اروپا نننۍ عروج ته وکتل سي، تر شاه ئې د پیړیو-پیړيو د روشنفکرانو خوارۍ، هلي ځلي، مبارزې او د سر په بیه د روشنفکرۍ لپاره بستر هوار سوی دئ، او ویلای سو،که هغه بستر نه وای ممکن د رینسانس لپاره لا هم لاره نه وای خلاصه. سقراط به ځوانانو ته د پوښتني کولو او ازمویلو یادونه کول، او پر دې به ئې ټینګار کاوه، چي د دود او یا د اکثریتو خبره حقیقت نه وي، او یا به ئې ویل چي انسان باید د عقل او اخلاقو پر بینا ژوند او مبارزه وکړي. د وخت ښار (آتن) او ښاریانو ته چي په مجموعو کي محافظه کارو خلکو لپاره دا پوښتني او مبارزه خطرناکه وه؛ نو ځکه ئې تور پر ولګوئ او ویل به ئې سقراط د ځوانانو ذهنونه خرابوي او د ښار د خدایانو سپکاوی کوي، په نتیجه کي ورته د وخت محاکمې او قاضیانو د مرګ سزا واوروله، هغه د نامي زوی له حقیقت پټولو یا ردولو او یا هم له درېځ اړولو څخه وانه وښتئ او په ډېر افتخار ئې د زهرو جام پر سر پورته کئ او د مرګ په خوب بېده سو.
ارسطو بیا د منطقو، سیاست، ساینس او فلسفې په اړه خورا نوي او پخې نظریې وړاندي کولې، چي ویل به ئې علم د افسانو او روایتونو پر بنسټ نه وي ولاړ/نه پیداکېږي، بلکي په منطقو، استدلال، پوښتني کولو پیدا کېږي، ځکه طبیعت د مشاهدې او عقل له لاري پېژندل کېږي، د وخت ښار(آتن) او ښاریانو، د وخت قاضیانو، محاکمې او محافظه کارو دی هم په بې دینۍ تورن کړ او هغه ئې د ښار پرېښولو ته اړ کړ، دې د نامي زوی تر ټولو مهمه فیصله وکړه، ځکه که ئې تبعید نه وای غوره کړی؛ نو نړۍ به د ارسطو له نوو، پخو او خاصو نظریو څخه محرومه وای، او هغه به هم د سقراط په څېر قرباني سوی وای.
د کوپرنیک پر وړاندي ځکه مخالفت او یا هم د هغه رد وسو، چي هغه دا تصور بدل کړ/بدلوئ، چي د پېړیو راهیسي مذهبي ډلو د ځان او پر خلکو د واک لرلو آله و وسیله جوړه کړې ول، هغه افراطيت او هغه تعبیرونه او درکونه ئې ناسم وبلل، چي پیړۍ – پیړۍ ورته کار سوی و؛ ځکه هغه ویل چي مځکه تر لمر شاوخوا ګرځي او خپله هم حرکت لري؛ خو تر کوپرنیک مخکي داسي نظریه مشهوره او منل سوې وه، چي مځکه د کایناتو مرکز دئ او لمر، سپوږمۍ او نور ستوري و سیارې د مځکي شاوخوا راګرځي، چي هغه وخت کلیسا او د هغه وخت ډېر عالمانو همدا نظر سم بلئ، ځکه چي هغه وخت ځیني مذهبي تعبیرونو ورسره سم ګڼل کېدل. په اصل کي د کوپرنیک نظر او منطقو یوازي د ستورپوهني نظر نه کړ راپورته، بلکي دا د انسان د فکر بدلولو د مرکز بدلول وو، ځکه چي د انسان او د واکمنو ترمنځ د مطلق یقین تصور تر پوښتني لاندي راتلئ، چي که مځکه مرکز نه وي نو اصلي مرکز چیري او څنګه دئ؟
د کوپرنیک مبارزه تر ډېره فکري او علمي وه، هغه غوښتل چي هر څه باید د مشاهدې، حساب او منطق له لاري وپېژندل سي، نه یوازي د پخوانیو روایتونو له مخي، چي همدا نظریې درې شیان ننګول: الف:- مذهبي تعبیرونه، ب:- د پخوانیو فیلسوفانو مطلق واک، ج:-د انسان د مرکز احساس. د هغه وخت سختدریځو فکر کاوه، چي که زاړه باورونه غلط ثابت سي؛ نو پر خلکو به د دوی د کنټرول واک کم سي. په دې سره خو د کوپرنیک د فکري انقلاب پیلامه وسوه، چي عصري ساینس ته، انتقادي فکر ته، او د طبیعت د علم د مطالعې و پیاوړتیا ته کار وکړ، خو د وخت قاضیانو، کلیساوو/ملایانو او محاکمې ته دا د منلو وړ نه وه.
ګالیله بیا د کوپرنیک د نظریې دفاع کوله، چي د ټلسکوپ له لاري ئې آسمان ته وکتل؛ خو د هغه ښار او د هغه افراطیت، کلیساوو مسؤلانو او ملایانو او مذهبي ډلو لخوا هغه هم مجبوره کړ، چي خپله تېروتنه او ګناه ومني، تر مرګه په کور کي بند پاته سي او بیرته خپله نظریه واخلي، چي همداسي وسوه.
اوس پوښتنه دا ده، چي ولي د جاهلیت په توره دوره کي اروپا کي هم د داسي عالمانو، فیلسوفانو، او د منطقو او استدلال د خاوندانو پر وړاندي هم سختدریځي موجوده وه، او دلته زموږ په ټولنه کي هم له وختونو – وختونو دا توره دوره خپره ده، چي د حقیقت اورېدلو او منلو فرهنګ ته لا ډېره لاره پاته ده، چي ولي؟ په اصل کي ولي خلکو یاني مذهبي افراطیانو د دوی مخالفت کاوه؟ دوی درې/څلور واړه هغه کسان ول، چي د عقل، پوښتني کولو، او علم له لاري ئې د خپل وخت دودیز فکرونه ننګول. د دوی نظریې د “روشنفکرۍ/روشنګرۍ” یا د عقل پر بنسټ فکر کولو ته، مانا د عقلانیت د روحیې لپاره وې، د دوی واړه ګډ ټکي داسي راایستلای سو:
الف:- دوی د ولي پوښتنه وکړه،
ب:- دوی د ړانده تقلید د مخالفت پر وړاندي ئې مبارزه کوله،
ج:- دوی د واکمنو او دودیزو ادارو/نظامونو خبري ئې بې له دلیل څخه نه منلې،
د :- دوی د انساني ارزښتونو، حقونو او افکارو و وړاندي کولو لپاره کار وکړ،
هـ :- دوی د اخلاق، ازادۍ، د غلامۍ نه منلو او بیان ازادۍ لپاره ډايلوګ وکاروئ، …
کله چې څوک د خلکو پخواني باورونه، سیاسي واک، یا مذهبي تعبیرونه ننګوي، نو ډېر وخت له سخت غبرګون سره مخ سوي دي/ مخکېږي. د تاریخ په ډېرو دورو کي متشدد یا افراطي فکرونه د آزاد فکر او انتقادي عقل مخالفت کړی دئ/کوي ئې، ځکه دا کار د هغوی واک او کنټرول کمزوری کړی/کوي، چي ښه مثالونه ئې زموږ او ستاسو د ټولني د ویښو عالمانو، فیلسوفیانو، لیکوالو، څېړونکو او مؤرخینو یادونه هم کولای سو، له جلاله نیولې تر جماله(مولانا جلالالدین بلخي رومي او سیدجمال الدین افغاني)، له هزاره کاتب نیولې تر مجروح، له مولوي ریحان نیولې تر مفتي فرزانه، له مولانا غفور پېروز نیولې تر مفتي شاکره د دوی پر وړاندي ټولو هغه واکمنانو، د محاکمې قاضیانو، د نظام جلادانو، د کلیسا پاپانو او ملایانو ئې پر وړاندي توري راپورته کړي وې/دي، له نورو تېرېږو یوازي د درې اشخاصو خبره کوو،( مولانا غفور پېروز، مفتي شاکر او جهاني) چي دوو ئې: مولانا غفور پېروز او مفتي شاکر ئې سرونه وخوړه؛ خو د ژوندي مؤرخ، لیکوال، څېړونکي او نقاد ښاغلي عبدالباري جهاني پر وړاندي هم د آتن ښار په څېر ښاریانو د وخت حاکمانو، د محکمې قاضیانو ئې هم د تکفیر توره راایستلې ده، او دغه توره ئې جاهلو جلاتیانو ته په لاس ورکړې ده، ځکه جهاني لکه سقراط ځوانانو ته وايي پوښتني وکړئ او سر خلاص کړئ، جهاني لکه ارسطو خلکو ته وايي چي له عقل، منطق او استدلال څخه استفاده وکړئ، لکه کوپرنیک چي به ویل د اکثریتو او دودیزو یا سنتي روایتونو خبري درستي او سهي نه دي، وګورئ د جهاني فتوا او اسلام، وهابیان څوک دي؟، تصوف او اسلام، جهاني وايي له مشاهدې، او عقل څخه کار واخلئ، لکه ګالیله چي دټلیسکوپ کي هرڅه د لیدلو او یا مشاهدې کولو قابلیت ورکوئ.
جهاني هم په مذهبي ټلیسکوپ کي د کره و ناکره تفسیرونو، احادیثو، اجتهادونو، قیاسونو، اسلامي تاریخونه، مذهبونه او فتواوي په همدغه بهترین علمي او منطقي ټلیسکوپ کي په منطقي ډول د مشاهدې او لیدني قابل کولو لپاره هلي ځلي کړي دي/کوي. که د جهاني له نظرونو، انتقادونو، تاریخونو او حقیقتونو څخه ځانونه اګاه نه کړو نو بیا به یو وخت دا هم ولیکل سي، چي لوستي قشر ئې هم دا هر څه په سترګو لیده او د محکمې د یو بل ړوند قضاوت په تمه ول.
موږ په دې ډېرو نژدې وختونو کي دوه عالمان مولانا غفور پېروز او مفتي شاکر له لاسه ورکړه؛ چي د هغوی مبارزه او فکر هم د انسانیت د ارزښتونو په موخه ول، رواني جګړې ئې ناروا او د نورو بللې؛ خو د ویښ، ریالیست شاعر، لیکوال او دیني و مذهبي برخه کي تحلیلګر او نقاد جهاني چي د منطقو بحث کوي، خلک پوښتني او عقلانیت ته رابولي او د ازادۍ او پرمختګ لپاره ئې هڅوي؛ همدا خبره ده، چي په وطن کي ئې پر بیان، اثارو او نظریو بندیز دئ. که د یو افغاني رینسانس پیلامه غواړو نو دا ئې پیل وګڼئ او یو روشنفکرانه نهضت همدا دئ فقط یو حی اللفلاح غواړي!