تاند (پنجشنبه، د غبرګولی/ جږزا ۲۱ مه) د فوټبال د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو، چې ۴۸ لوبډلې، ۱۰۴ لوبې او درې کوربه هېوادونه (متحد ایالتونه، کاناډا او مکسیکو) لري، نن (پنجشنبه) په رسمي ډول پیلېږي. دا سیالۍ به نژدې شپږ اوونۍ دوام وکړي او د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې به روانې وي.
د فیفا رئیس جیاني اینفانتینو Gianni Infantino ویلي چې دا به د نړیوال جام په تاریخ کې «تر ټولو لوی، پراخ او ستر» ټورنمنټ وي. د هغه په وینا، شاوخوا اووه میلیونه مینهوال به لوبغالي ډک کړي او کابو شپږ میلیارده کسان به یې له لرې وګوري.
پر نړیوال جام سیاسي سیوري
دغه سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې د امریکا کوربهتوب د سیاسي بحثونو، د مهاجرتي تګلارو، اقتصادي ستونزو او د منځني ختیځ د کړکېچونو تر سیوري لاندې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې نړیوال جام له مهمو ملاتړو څخه بلل کېږي، او د فیفا له مشر سره یې نژدې اړیکو بحثونه پارولي دي.
د ټکټونو لوړې بیې
فیفا د ټکټونو د لوړو بیو له امله له سختو نیوکو سره مخامخ ده. د سیالیو د پایلوبې ځینې ټکټونه تر ۳۳ زره ډالرو پورې پلورل شوي، او په ثانوي بازارونو کې یا دوهم لاس یې بیې لا څو برابره لوړې شوې دي. ګڼو مینهوالو دا چاره د فوټبال له مینهوالو سره «لویه بېانصافي» بللې ده.
د هوا تودوخه او د لوبغاړو خوندیتوب
په ځینو امریکايي ښارونو کې د سختې ګرمۍ له امله فیفا اړ شوې چې د اوبو څښلو لپاره ځانګړي تمځایونه (Cooling Breaks) منظور کړي او لوبغالو ته د اوبو د بوتلونو د وړلو مقررات نرم کړي.
د فوټبال د ستورو وروستی نړیوال جام؟
دا نړیوال جام ښايي د فوټبال د دوو سترو ستورو وروستی نړیوال جام وي:
- لیونل میسي، چې ۳۸ کلن دی او د ارجنټاین د لوبډلې کیپتاني کوي.
- کریتیانو رونالډو، چې ۴۱ کلن دی او لا هم د نړیوال جام د اتلولۍ په لټه کې دی چې تراوسه یې نه ده ترلاسه کړې.
- د برازیل، انګلستان او امریکا هیلې
برازیل پنځه واري اتلولي ګټلې ده او تر شلو کلونو وروسته بیا د اتلولۍ لپاره جدي هڅه کوي. انګلستان هم غواړي د اتلولۍ لپاره شپېته کلن انتظار پای ته ورسوي.
کوربه هېواد د امریکا متحدایالتونه هم د روزونکي Mauricio Pochettino تر مشرۍ لاندې د یوې سترې حیرانتیا د رامنځته کولو هیله لري.
د نړیوال جام له پیل سره، د نړۍ د فوټبال سترې سیالۍ او د اتلولۍ لپاره سیالي په رسمي ډول پيلېږي.