Homeخبرونهازبکستان به د پاکستان پر ځای افغانستان ته درمل صادروي

ازبکستان به د پاکستان پر ځای افغانستان ته درمل صادروي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) طالبانو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې له پاکستان څخه د درملو وارداتو تر بندولو وروسته به د افغانستان د درملو ټولې اړتیاوې د ازبکستان له لارې پوره کړي.

پاکستان د افغانستان د درملو عمده عرضه کوونکی و.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې له ازبکستاني چارواکو سره په یوه سوداګریز کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د درملو اړتیا به «سل په سلو کې» د ازبکستان له لارې د سوداګرۍ په مټ پوره شي.

هغه وویل چې د سوداګریزو اړیکو پراخول او هغه نوې اسانتیاوې به، چې تاشکند برابرې کړي، نه یوازې د درملو، بلکې د نورو توکو د کمښت ستونزه هم هواره کړي.

عزیزي په دې غونډه کې، چې د افغانستان او ازبکستان سوداګرو پکې ګډون کړی وو، وویل:
«موږ ډاډه یو چې د درملو او خوړو په برخه کې زموږ اړتیاوې به په بشپړه توګه د ازبکستان له لوري برابرې شي.»

د عزیزي په وینا، په دې غونډه کې د ازبکستان د درمل جوړولو شرکتونو استازو هم ګډون کړی و.

دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د څو میاشتو راهیسې د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو له امله ټکنۍ شوې ده.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي اکثره درمل له پاکستان څخه واردول خو اوس چې د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري لارې بندې دي افغان سوداګر له نورو هیوادونو درمل واردوي.

په همدې غونډه کې د دواړو هېوادونو پانګه‌والو د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ موافقې لاسلیک کړي.

افغانستان او ازبکستان د ۳ سوه میلیون ډالرو موافقې لاسلیک کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب