چهارشنبه, فبروري 18, 2026
Homeخبرونهد ټي‌ټي‌پي په برید کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول

د ټي‌ټي‌پي په برید کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د پاکستان د دولت وسله والو مخالفانو په خیبرپښتونخوا کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ پر یوې پوستې وخېژاوه، چې له امله یې ۱۱ امنیتي سرتېري او یو ماشوم ووژل شول.

پوځ د سې‌شنبې په ورځ وویل، دا برید په داسې حال کې شوی چې په هیواد کې تاوتریخوالی په زیاتېدونکي ډول خپور شوی دی.

د پوځ په وینا، د دوشنبې د ورځې په دې برید کې، چې په باجوړ کې وشو، اووه کسان ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

پوځ وویل، امنیتي ځواکونو هغه مهال د بریدګرو مخه ونیوله چې غوښتل یې د سرتېرو د اوسېدو کمپ ته ننوځي، وروسته بریدګرو خپل موټر د پوستې له دېوال سره وچاوه. پوځ زیاته کړه چې د تېښتې پر مهال ۱۲ بریدګر هم ووژل شول.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو اسلامي ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم هم پېژندل کېږي، پر غاړه واخیسته. دغه ډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دولت پر ضد جګړه کوي.

یادې ډلې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې له پاکستان سره اوربند لغوه کړ او له هماغه وخته یې بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې وسله‌والو ته خوندي پټنځایونه برابروي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه جومات کې یوې نادرې چاودنې د جمعې د لمانځه پر مهال له ۳۰ ډېر کسان ووژل.

د دې برید پړه د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې پر غاړه واخیسته.

له دې حلا پاکستاني رسنیو نن د دولتي سرچینو په قول راپور ورکړ چې په خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۳ امنیتي سرتېري او ۳ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد سنګروال اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» چاپ شو

د استاد شهسوار سنګروال لیکل شوی اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» د معاصر افغانستان د سیاسي تاریخ یوه ژوره او څېړنیزه هنداره ده، چې...