تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) سعودي عربستان نن (سې شنبه) اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې ده او سبا چهارشنبې (د فبرورۍ ۱۸مه) به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
د سعودي عربستان حکومت نن ماښام پر اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) د روژې د میاشتې د لیدل کېدو رسمي اعلان خپور کړی دی.
د سعودي عربستان تر اعلان وروسته، په ګڼو عربي هېوادونو کې به هم د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ وي، خو تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روژې د پیل رسمي اعلان نه دی کړی.
طالبانو پرون له خلکو ذ روژې میاشتې په لیدو کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
افغانستان په تیرو کلونو کې روژه او اختر د سعودي عربستان په پیروي پیلاوه خو طالبان د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په شان باور لري چې د هر هیواد افق فرق لري او د سعودي په تقلید روژه نه اعلانوي خو عملاً په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې عموماً له سعودي سره هممهاله روژه او اخترونه اعلان شوي دي.