په شپاړسمه روژه راشه
ما به روژه د پیغلتوب خوړلې وینه
چې ګرده مرده میاشت ختمیږي
زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه
سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي
بله روژه کې به د یار په څنګ کې ومه
شونډې مې تا پسې وچيږي
خلکو ته وایم ثوابي روژه لرمه
د مور نه ورکه مسافره!
چې پېشلمي ته به دې څوک راويښوينه
د پېشلمي ږغونه وشول
نجلۍ د يار له ډډې زلفې خلاصوينه
د روژې تنده تر ماښامه
د مینې تنده تر لحده پورې وینه
یار په سفر ځي خوله به ورکړم
روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه
روژه به بیا په وطن راشي
خاورو ته تللي خلک بېرته نه راځینه
تر پپېشلمي به در سره یم
د ورځې نه کیږي جوړه جوړه خوبونه
په پټو سترګو پېشلمي کړي
د ځواني خوب یې لکه بنګه زنګوینه
مُلا! چابک شه اذان وکړه
د یار لوېدلې سترګې زړۀ سوری کوینه
ته په روژه کې مرور شوې
د تراوو رکات به څوک راته شمارينه
ستا د دیدن ماښام ته ناست یم
زما روژه به تر قیامته پوري وینه
مياشت د روژې شپه د جمعې ده
خلک جنت غواړي زه ستا کوم خواستونه
په سفر ځې څادر دې پريږده
روژهګۍ راغله تراويح به پرې کومه
یار مې روژه کې خولګۍ غواړي
عالمه راشئ د دین خونې ورانوینه
په روژه ماتې کې رایاد شوې
هره نوړۍ مې په زړۀ نېغه نېغه ځینه
د پېشلمي ږغونه وشول
د نرۍ ملا څخه مې وباسه لاسونه
راټولوونکی: بشیرالحق عادل