Homeخبرونهد افغانستان سترې محکمې هم د چهارشنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ...

د افغانستان سترې محکمې هم د چهارشنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

تاند(چهارشنبې) د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د افغانستان سترې محکمې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د سې شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د چهارشنبې ورځ (د سلواغې/ حوت ۲۹ مه) د روژې د مبارکې میاشت لومړۍ ورځ ده.

تر دې مخکې سعودي عربستان اعلان کړی و چې چهارشنبه به د روژې لومړې ورځ وي.

د افغانستان حکومتونو په اسلامي نړۍ کې د یووالي په هدف تل له سعودي عربستان سره روژه پیل کړې او اختر کړی دی.

د سعودي عربستان ترڅنګ متحده عربي اماراتو او قطر هم اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ په دغو هیوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ ده.

ممکن په یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو کې هم د چهارشنبې په ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلان شوې وي.

په اروپا او امریکا کې اکثره مسلمانان له سعودي عربستان سره هممهاله روژه پیلوي او د دغه هیواد له اعلان سره سم اختر کوي.

په داسي حال کې چې ځینې دیني عالمان باور لري چې د هرې سیمې افق ته په کتو د روژې او اختر وختونه توپیر لري، ډېری نور په دې عقیده دي چې په درسته نړۍ کې په یو وخت روژه او په یو وخت اختر د مسلمانانو په منځ کې د یووالی او پیوستون له لا زیاتولو سره مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...