چهارشنبه, فبروري 18, 2026
Homeخبرونهافغانستان د سعودي په غوښتنه ۳ پاکستاني اسیر پوځیان خوشي کړل

افغانستان د سعودي په غوښتنه ۳ پاکستاني اسیر پوځیان خوشي کړل

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت درې پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان په منځګړیتوب او غوښتنه خوشي کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ وویل، هغه درې پاکستاني پوځیان چې تېر کال د ډیورند کرښې ًپه اوږدو کې د نښتو پر مهال نیول شوي وو، د سعودي عربستان د غوښتنې پر بنسټ خوشې شول.

نوموړي زیاته کړه چې دا اقدام د طالبانو د هغې تګلارې برخه ده چې غواړي له هېوادونو سره مثبتې اړیکې وساتي، او همداراز د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله شوی دی.

د چارواکو په وینا، دغه سرتېري چې په تېر اکتوبر کې د نښتو په ترڅ کې نیول شوي وو، د همدې اوونۍ په پیل کې سعودي پلاوي ته، چې کابل ته راغلی و، وسپارل شول.

ویاند وویل، دا ګام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د روانو ډیپلوماتیکو هڅو درناوی هم څرګندوي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې د پرله‌پسې سرحدي نښتو، امنیتي شخړو او د پولو د تړل کېدو له امله خرابې شوې دي، چې دواړو غاړو ته یې پر سوداګرۍ او ولسي تګ راتګ ناوړه اغېز کړی دی.

پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د تورخم بندېدو دواړو لورو ته تر ۲۴۰ میلیون ډالره زیات زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...